پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغان۱۹کلنو کرکټ ملي لوبډلې سینګاپورته تاریخي ماتې ورکړه
نیټه: Sun, 18 Dec 2016 09:59:06 +0000

 

د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبـډلې په اسيايي سياليو کې سينګاپور ته ستره او تاريخي ماتې ورکړه.

د ١٩ کلنو کرکټ لوبډلو اسيايي سيالۍ تېره اونۍ په سريلانکا کې پيل شوې دي چې په کې اتو لوبډلو برخه اخيستې او په دوو ګرپونو وېشل شوې دي.

 په ب ګروپ کې افغانستان، پاکستان، بنګله دېش او سينګاپور او په الف ګروپ کې هندوستان، سريلانکا، نيپال او د ماليزيا لوبډلې شاملې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل چې افغانستان خپله درېيمه لوبه له سينګاپور سره ترسره کړه.

هغه زياته کړه چې د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د سينګاپور ټوله لوبډله په ١٨ اورونو کې په ٧٣ منډو وسوځېده او افغانستان ته د يې ٧٤ منډو هدف ورکړ.

د ملي ١٩ کلنو له لوري يوسف ځاځي ٤ او نوين الحق دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډلې ياد هدف په څلورم اوور کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه کړ او د سينګاپور پر وړاندې يې ستره او تاريخي بريا خپله کړه.

د ملي ١٩ کلنو لوبډلې له لوري دروېش رسولي په ١٥ توپونو ٥٣ تېزې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

دوه ورځې مخکې افغانستان په دغو سياليو کې پاکستان ته هم ماتې ورکړې وه، خو په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش له افغانستان څخه لوبه ګټلې وه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته