پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان کې صادرات د تېرکال په پرتله لسګونه میلیونه ډالره زیات شوي
نیټه: Thu, 29 Dec 2016 10:50:16 +0000

 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان په غړیتوب سره د دغه هېواد صادرات د تېرکال په پرتله له سلو میلیونو ډالرو څخه زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي وویل، په یاد سازمان کې د افغانستان غړیتوب د دې لامل شوې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په هېواد کې شاوخوا یو عشاریه پنځه میلیارد ډالر پانګونه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په پای کې به نړیوال اقتصادي سازمانونه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان اقتصادي وده وارزوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته