پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لوګر کې دهند په مالي لګښت دکرکټ لوبغالي جوړېدو چارې پیل شوې
نیټه: Sun, 01 Jan 2017 12:49:02 +0000

 

په لوګر ولایت کې پرون د کرکټ د سټډيوم د جوړېدو چارې پیل شوې.

د لوګر ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د سټډیوم د بنسټ ډبرې د اېښودو په مراسمو کې له چارواکو سربېره د کرکټ څو تنو ملي لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.

په بیان کې د لوګر د والي محمد حلیم فدايي له قوله ویل شوي چې د کرکټ ټولو ملي لوبغاړو ته به په دغه ولایت کې یوه یوه نمره ځمکه هم ورکړل شي.

اخوا د کرکټ بورډ رئیس عاطف مشعل ویلي چې د لوګر په سټډیوم به چې په ۱۵ جریبه ځمکه کې جوړېږي پنځه لکه ډالره لګښت راشي او هندوستان‌یې مالي لګښت ورکوي.

د کرکټ بورډ چارواکو تر دې مخکې په کندهار او خوست کې هم سټډیومونه پرانیستل خو په خوست کې خلکو د ځای د نشتوالي له امله په خواله رسنیو ځینې شکایتونه کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته