پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د کرکټ بورډ مسولینو د ملي لوبډلي په ملتیا سویل ختېځ زون ته سفر وکړ.
نیټه: Sun, 01 Jan 2017 13:07:23 +0000

 

په دې سفر کې یې په خوست ولایت کې د کرکټ د لوبغالې پرانیسته، په پکتیا کې یې د کرکټ د لوبغالې د چارو لېدنه او په لوګر ولایت کې یې د کرکټ د لوبغالې د جوړیدو د بنسټ ډبره کېښوده.

د کرکټ بورډ نوي مشر شکرالله عاطف مشعل له پکتیاوالو سره د کرکټ په برخه کې د اړینو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس شکرالله عاطف مشعل ، د کرکټ بورډ پخواني مشران شهزاده مسعود او نسيم الله دانش د کرکټ د ملي لوبډلې له يو شمېر لوبغاړو سره پکتيا ته راغلي و او د خلکو له لوري يې تود هر کلی وشو.

د دوئ د سفر موخه په پکتيا کې د کرکټ د لوبغالي د جوړېدو له چارو ليدنه وه.

د پکتيا د کرکټ د لوبغاړو په استازيتوب حقمل مسعودزي وويل، چې پکتيا په ملي ، ۱۹ کلنو، ملي الف او پنځلس کلنو لوبډلو کې شاوخوا ۱۸ لوبغاړي لري او تر څنګ يې له تېرو څو کلونو راهيسې د هيواد په کچه په ولايتي سياليو کې لومړی يا دويم مقام ګټي ، خو بيا هم د کرکټ بورډ د ادارې له لوري ورته پام ندی شوی او لا هم په دې ولايت کې د کرکټ په برخه کې اړينې اسانتياوې ندي برابرې شوې.
مسعودزي د کرکټ بورډ له مسئولينو غوښتنه وکړه، چې په دې ولايت کې دې سرپټې اکاډمي جوړه شي او په خبره يې په دې ولايت کې لوبغاړي شپږ مياشتې لوبه کوي او شپږ مياشتې د يخې هوا او واورو له امله په کور ناست وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس شکرالله عاطف مشعل پکتياوالو ته وويل،چې په کرکټ بورډ کې فاسد مسئولين به قضايه ارګانونو ته وروپېژني.

نوموړي له پکتيا والو سره ژمنه وکړه ، چې په پکتيا کې د کرکټ د لوبغالي روانې چارې ده ته د منلو ندي او له سره يې ارزوي.

مشعل په خبرو کې وويل، چې د هيواد په کچه چې کومې سرپټې پنځه اکاډمۍ جوړېږي له ډلې به يې يوه په پکتيا کې جوړوي.

پکتيا هغه ولايت دی، چې په تېرو څو کلونو کې پرلپسې د کرکټ په ولايتي سياليو کې لومړی يا دويم مقام ګټي او دا مهال د کرکټ بورډ له ولايتي دفتر سره له ۱۳۰ زياتې لوبډلې ثبت دي، خو لا هم دا ولايت د کرکټ لوبغالی او اکاډمي نه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته