پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حاجي آغا: تردې وروسته به له پاکستانه غني شوي اوړه افغانستان ته واردږي
نیټه: Sat, 07 Jan 2017 12:36:35 +0000

 

د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ وایي چې په پاکستان کې د افغان او پاکستاني سوداګرو په کنفرانس کې پردې موضوع توافق وشو چې له دې وروسته به د پاکستان څخه غني شوي اوړه او غوړي افغانستان ته واردږي.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا وویل چې افغان سوداګر به دوه میاشتې وروسته هېواد ته د غني شویو غوړیو او اوړو صادرات پیل کړي.

حاجي اغا وایي چې د دې کار د څارنې په هدف د دواړو هېوادونو د استازو یوه ګډه کمېټه هم جوړه شوې ده.

د متشبیثینو عالي بورډ د معلوماتو له مخې دواړه هېوادونه به په سرحدي سیمو کې د غني شویو خوراکي موادو د تصدیق لپاره لابراتوارونه هم جوړ کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته