پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان شل اووریزجام سیالیوکې ایرلنډ ته ماتې ورکړه
نیټه: Sun, 15 Jan 2017 10:39:28 +0000

 

افغانستان د صحرا کرکټ شل اووریز جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ایرلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان ټیم د ایرلنډ لهخوا د ۱۲۵ منډو هدف په ۱۹م اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د افغان ټیم لپاره په توپ اچونه کې امیر حمزه، محمد نبي عیسی‌خېل او راشد ارمان  دوه دوه ویکټې واخیستې.

په توپ وهنه کې هم محمد شهزاد، محمد نبي او نجیب تره‌کي تر ټولو زیاتې منډې وکړې څو وکولای شي د ايرلنډ هدف ترلاسه کړي.

تمه ده افغان ټیم سبا له کوربه متحده عربي اماراتو سره هم مخ شي.

له هغې وروسته به افغان ټیم د جنورۍ په ۱۹مه د ګروپي دور وروستۍ لوبه له نیمیبیا سره وکړي.

د صحرا جام کرکټ شل اوریزې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د کرکټ نړیوالې شورا د اتو دوهم درجه هېوادونو تر منځ روانې دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰ اوریزو سیالیو کې په ټوله نړۍ کې نهم مقام لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته