پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان کرکټ لوبډلې د صحراجام سیالیو اتلولي خپله کړه
نیټه: Sat, 21 Jan 2017 09:55:57 +0000

 

افغانستان د صحرا جام په پای لوبه کې ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

ټاس ايرلنډ وګاټه او د بېټنګ کولو پرېکړه يې وکړه، د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې تر څوارلسم اوور پورې ٧١ منډې وکړې.

افغانستان چې يو لوبغاړى يې هم ونه سوځېد د ٧٢ منډو ورکړل شوى هدف يي په اتم اوور کې پوره کړ.

دا پای لوبه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد وويل، چې د ایرلینډ لومړنیو لوبغاړیو تیزه لوبه پیل کړه او په دوو اورونو کې یې ۲۰ منډې کړې وې، خو د افغان لوبغاړو په زړه پورې توپ اچونې له امله د ایرلینډ لوبغاړي ژر ژر وسوځیدل او دتیزو منډو جوړولو مخه یې ډب شوه.

دافغانستان توپ اچوونکو له لوري محمد نبي ښه وځلید او د ایرلیند څلور پیاوړي لوبغاړي یې وسوځول.

 دغه راز فرید ملک، امیر حمزه او کریم جنت دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د ایرلینډ لخوا ورکړل شوی هدف افغان توپ وهونکو په ډیرې اسانۍ سره په اتم اوور کې ترلاسه او لوبه یې وګټله.

دافغانستان کوم لوبغاړی ونه سوځید، شهزاد محمدي په ۵۲ او نوروز منګل په ۱۷ منډو نا سوځیدلي پاتې شول.

محمد نبی د پای لوبې او ددې سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل وایي، چې په هیواد کې به هم د نوروز منګل په ویاړ یوه ستره غونډه نیول کیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته