پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته هم ماتې ورکړه
نیټه: Wed, 01 Feb 2017 12:10:32 +0000

 

د افغانستان کرکټ پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته په درېيمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه او د پنځو لوبو لړۍ يې وګټله.

د افغانستان کرکټ پرمختیایی لوبډلې په دریمه پنڅوس اوریزه لوبه کې زمبابوې الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او ددغو لوبو سریز یی وګاټه.

د دغې دریمې پنڅوس اوریزې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې بلنه یی افغان لوبغاړو ته ورکړه.

افغان توپوهونکو په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۹ منډې جوړې کړې او د ۲۸۰ منډو هدف یی سیالې لوبډلې ته ورکړ.

په دې لوبه کې یونس احمدزي ۱۰۴، لوبډلمشر شفیق الله شفق په کمو ۲۳ ټوپونو د لوړو شپږیزو په وهلو سره ۷۰ ناسوځیدلې، خیبر عمر ۵۴ ناسوځیدلې او وحیدالله شفق ۴۲ منډې جوړې کړې.

خو زمبابوې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او د ټولو پنځوس اورونو په لوبولو سره یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۵۹ منډې جوړې کړې.

د افغان لوري په توپ اچونه کې نواز خان ۵ او محمد ابراهیم ۲ لوبغاړي وسوځول.

شفیق الله شفق په کمو ۲۳ توپونو کې د سترو شاټونو په وهلو سره ۷۰ نا سوځیدلې منډو جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغان پراختیايي کرکټ لوبډله به څلورمه پنځوس اوریزه لوبه د زمبابوې د همدغې الف لوبډلې پروړاندې د فبروري په ۳ نیټه ترسره کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته