پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هند دافغان کرکټ دوه لوبغاړي د "IPL" سیالیو لپاره واخيستل شول
نیټه: Mon, 20 Feb 2017 13:31:02 +0000


د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نبي عیسی خېل او راشد خان د هند سوپر لیګ سیالو ته وپېرل شول.
 اصغر ستانکزی او شهزاد محمدي نه دي پېرل شوي. 
ویل کېدل چې دولت ځدران هم د لیلامۍ لپاره وړاندې شوې خو په نوملړ کې نوم نه تر سترګو کېږي.
نبي او راشد خان حیدر اباد سنرایز غوره کړل. 
برتانوی الراونډر بین سټاکس د یو اعشاریه اووه میلیونه پونډو په ارزښت په دغو سیالیو کې تر ټولو په ګرانه بیه پلورل شوی دی.
راشد خان په څلوېښت میلیونه هندي روپیو پلورل شوی او نبي عیسی خېل هم په درې میلیونه روپیو.
راشد خان ارمان هغه افغان لوبغاړو دی چې په تر ټولو ګرانه بیه پېرل شوی دی.
دواړه لومړني افغان لوبغاړي دي چې په دغو لوبو کې اخیستل کېږي.
محمد شهزاد، محمد نبي، راشد ارمان، اصغر او دولت ځدراڼ هغه لوبغاړي دي چې د ای پی ایل نيلامۍ ته وړاندې شوي وو.
اصغر ستانکزی او شهزاد محمدي هم بولۍ ته وړاندې شوي، خو تراوسه کومې لوبډلې نه دي اخیستي. 
دغه دواړه لوبغاړي د هندوستان غوره لیګ (IPL) په سن رایزرز لوبډله کې په امتیاز اخیستل شوي دي. 
"د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او اداري کارکونکي د هند په غوره لیګ کې د راشد خان ارمان او نبي عیسی خېل په امتیاز اخیستل یوه لویه ملي لاسته راوړنه بولي او نوموړي او د کرکټ مینه والو ته په دغه ویاړ مبارکي وایي".
اصغر ستانکزی او شهزاد محمدي هم بولۍ ته وړاندې شوي، خو تراوسه کومې لوبډلې نه دي اخیستي.
دا مهال نبي عیسی خېل او راشد ارمان له زیمبابوې سره پنځه یو ورځنۍ سیالۍ لري.
د کرېکټ په اسوسيټ يا دويمه درجه لوبډلو کې افغان لوبډله يوزاينۍ هغه ده چې تر ټولو ډېر يعني پنځه لوبغاړي يې ای پي اېل کې د لوبېدو لپاره وړاندې کړي وو.
د ای پي اېل په سږنۍ ليلامۍ کې که څه هم د لوبغاړو نوملړ ډېر اوږد دی خو ټولې اته لوبډلې هڅه کوي خپلو منځو کې په ګډه ۷۶ لوبغاړي وپېري.
په اي پي اېل کې هره لوبډله کولی شي ۲۷ لوبغاړي ولري چې په دې کې باید لږ تر لږه ۱۸ هندي لوبغاړي وي. 
په دې حساب هره لوبډله له ۹ زیات بهرني لوبغاړي نه شي ساتلی. د اي پي اېل لوبې د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ افغانستان کې هم ډېر مينه وال لري. 
دغه سيالۍ به د روان کال د اپريل پر ۵ نېټه پيل شي او د مۍ تر ۲۱ به دوام وکړي.
سږکال د هند کرېکټ پرېمیرلیګ سیالیو لسم کال دی او دا ځل افغان مینه وال د دې چانس لري چې په لومړي ځل خپل ملي اتلان په دې لوبو کې وګوري او ملاتړ یې وکړي.
برتانوی لوبغاړی بین سټاکس په تر ټولو ګرانه بیه پلورل شوی دی. 
روان کال د هند غوره لیګ سیالیو کې راشد خان په هغو لوبغاړو کې اووم ځای لري چې په تر ټولو ګرانه بیه پلورل کېږي.
برتانوی الراونډر بین سټاکس د یو اعشاریه اووه میلیونه پونډو په ارزښت په دغو سیالیو کې تر ټولو په ګرانه بیه پلورل شوی دی.
د هند غوره لیګ سیالیو د ۲۰۱۴ کال موسم کې د برتانیا توپوهونکی کیون پیټرسن په یو میلیونو پونډو پلورل شوی و او له هغه وروسته بل برتانوی لوبغاړیټيمل میلز په یو اعشاریه څلور میلیونو پونډو پلورل شوی و.
خو بین سټاکس د دوی دواړو ریکارډ مات کړ.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته