پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

صنعت کاران: دربعه وار مالي پریکړې يي په صنعت بد اغیز کړی
نیټه: Sun, 26 Feb 2017 13:23:35 +0000

 

د ننګرهار صنعت کاران وايي د مالي وزارت دربعه وارې مالي پریکړې يي په صنعت بد اغیز کړی.

دوي وايي د خامو موادو قاچاق هغه څه دي چي د دوی صنعت يي له ستونزو سره مخ کړې او پدي مسله کي دولتي چارواکي ښکیل بولي .

خو ولایتي اداره وايي چي دصنعت کارانو شته ستونزي به د حل په موخه له مرکزي حکومت  سره شریکي کړي.

دننګرهار صنعت کاران  دمالي وزارت هغه پریکړه چي له مخي به يي صنعتي اداري په هرو دريو میاشتو کي ربعه وار ه مالیه تحویلوي غیري منصفانه پریکړه بولي او په خبره يي چي داچاره يي په صنعت ناوړه اغیز کړی.

 دوي وايي دمالي وزارت باید په خپله پریکړه له سره غور وکړي.

دصنعت کارانو داتحادیو استازو چي نن يي په یوه خبري ناسته خبریالانو سره خبري کولي زیاته کړه چي نږدي هره ورځ دننګرهار ولایت څخه د ۵۰ نه تر ۶۰ پوري داوسپني بار موټري نورو هیوادونو ته په قاچاقي ډول انتقالیږي او اندیښنه يي وښوده که دا لړۍ همداسی دوام وکړي نو په دي هیواد کي شته فابریکي به په ټپه ودریږي .

هغوي که په ښکاره دکوم چا نوم یادنه کړه خوپه قاچاقي ډول يي دخامو موادوانتقال ددولتي چارواکو کار وباله .

بل پلو دننګرهار ولایتي اداره ډاډ ورکوي چي دصنعت کارانو شته ستونزي به دحل په موخه له مرکزي حکومت سره شریکوي تر څو ورته یوه مناسبه حل لار ومومي .

دامهال په ننګرهار ولایت کي شاوخوا ۱۵۰لوي او وړي فابریکي شته چي دبریښنا ،امنیت او مناسبو لارو نه شتون يي چاري له خنډ او ځنډ سره مخ کړي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته