پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې پرله پسي لس لوبې کټلي
نیټه: Sat, 11 Mar 2017 14:35:21 +0000

افغانستان تر دې دمه لومړنی هېواد دی، چې د کرکټ ملي لوبډله یې په شلو اورونو کې پرلپسې لس لوبې ګټي.
افغانستان په دویمې شل اوریزې لوبې کې ایرلنډ ته په ماتې ورکولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
په دغو لسو بریاو کې  یې څلور ځلي ایرلنډ ته ماتې ورکړې ده.
تر دې وړاندې انګلنډ و، چې اته پرلپسې شل اوریزې سیالۍ یې ګټلې وې.
ايرلنډ ته په دويمه شل اوريزه لوبه کې د افغانستان له لورې ماتې لسمه پرله پسې نړيواله لوبه وه چې افغان لوبغاړو په کې برى خپل کړ. 
بل هېڅ لوبډلې پرله پسې دومره شل اوريزې لوبې نه دې گټلي.
د لسو پرله پسې بريو پيل هغه وخت وشو چې افغانستان تېر کال په نړيوالو شل اوريزو اتلوليو کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه.
ويسټ انډيز د هغو اتلوليو اتل شو او له بل هېڅ هېواده يې ماتې ونه خوړه.
د ٢٠١٦ کال د مارچ د مياشتې په ٢٧ مه نېټه له ويسټ انډيز سره هغه لوبه افغان لوبډلې په شپږو منډو گټلې وه.
له هغه راهيسته افغانستان څلور ځله له متحدو عربو اماراتو سره، څلور ځله له ايرلنډ سره او يو وار له عمان سره مخامخ شوى او په ټولو لوبو کې بريالى و.
تر دې وړاندې انگلستان د پرله پسې ډېرو بريو ريکارډ درلود چې اته لوبې وې.
د ايرلنډ د پرله پسې بريو ريکارډ هم اته لوبې دى. هند، پاکستان او سويلي افريقا يوازې اووه پرله پسې لوبې گټلي.
سرېلنکا ، استراليا، ويسټ انډيز او نيوزيلنډ پرله پسې يوازې شپږ لوبې گټلي دي.
دغو شمېرو ته په پام د افغانستان د پرله پسې لسو بريو ريکارډ د پام وړ دى.
افغانستان تر نورو ډېر وروسته کرېکټ لوبه پيل کړې ده.
په شل اوريزو لوبو کې ځينې افغان لوبغاړي په نړيواله کچه منل شوي دي.
شهزاد محمدي په شل اوريزو لوبو کې د تر ټولو ډېرو منډو په کتار کې د نړۍ پنځم لوبغاړى دى. 
د نجيب ترکي وروستۍ لوبې ته په پام سره داسې ښکاري چې نوي زلمي افغان لوبغاړي لا هم شته چې د افغان کرېکټ راتلونکي ته ښه زيرى دى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته