پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان له ایرلنډه وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه هم وګټله
نیټه: Sun, 12 Mar 2017 12:37:59 +0000


افغانستان په درېیمې شل اوریزې سیالۍ کې ایرلنډ ته د ۲۳۴ منډو هدف ورکړ، دا په دا ډول نړیوالو سیالیو کې د افغانستان تر ټولو لوړ هدف دی چې کومې مخالفې لوبډلې ته یې ورکوي. لوبه د یکشنبې په ورځ په هند کې وشوه.
پچه افغان لوبډلې وګټله او د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره یې په شلو اورونو کې ۲۳۴ منډې جوړې کړې.
 د افغانستان له لوري لومړی لوبغاړی نجیب تره کی وو، چې یوازې د دریو منډو په جوړولو سره وسوځېد.
خو د عثمان غني او شهزاد محمدي یوې ښې ملګرتیا د افغان لوبډلې منډې تر ۹۷ ورسولې. خو د عثمان غني تر سوځېدو وروسته اصغر ستانکزي، شهزاد محمدي او نجیب ځدارڼ خپلې ویکټې ژر ژر له لاسه ورکړې، خو کله چې سمیع الله شینواری او نبي عیسی خیل ډګر ته ښکته شول، د لوبې بڼه یو ځل بیا بدله شوه. نبي د ډګر هرې خواته د پرله پسې شپږیزو او څلوریزو په وهلو سره د منډو شمېر تر ۲۳۳ ورساوه.
د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې منډې نبي عیسی خیل وکړې چې په ۳۰ توپونو یې ۸۹ منډې وکړې. نبي ۹ شپږیزې او ۶ څلوریزې ووهلې.
شهزاد محمدي هم ۷۲ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډله وتوانېده چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې ۲۳۳ منډې جوړې کړي.
د آیرلنډ لوبډلې پیل ډېر ښه او تیز وو، آیرلنډې لوبډلې په پاور پلې کې ۹۱ منډې وکړې، او همدا شان لوبې ته یې اړتیا هم لرله.
خو د امیر حمزه او راشد خان توپ اچونې او د نبي ښې ډګر ساتنې په پایله کې ونه توانېدل ټاکل شوی هدف پوره کړي.
آیرلنډ خپل ټول لوبغاړي د شلم اور په دویم توپ له لاسه ورکړل. چې یواځې ۲۰۵ منډې یې جوړې کړې وې.
راشد خان درې آیرلنډې لوبغاړي او کریم جنت او امیر حمزه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
په دې لوبه کې نبي عیسی خېل او شهزاد محمدي ډېرې منډې جوړې کړې.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته