پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د سعودي يوه ستر پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا وښوده
نیټه: Tue, 28 Mar 2017 10:46:37 +0000


د سعودي عربستان ستر پانګوال شهزاده ولید بن طلال له افغان ولسمشر سره په کتنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې او ويلي یې دي چې معتبرې کمپنۍ په دغه هېواد کې پانګونې ته شرايط مساعد بولي. 
د ارګ د خبرپاڼې په اساس،‌ په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان د ظرفیتونو او همدارنګه د زیربنایي پروژو په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼې د شهزاده ولید له قوله لیکلي، ما چې له معتبرو کمپنیو سره خبرې کړي هغوی د پانګونې لپاره د افغانستان شرایط مساعد بولي او همدارنګه مې د افغانستان د مالیې وزیر سره چې د پانګونې په اړه کومې خبرې کړي هغه تعقیبوم.
 ولسمشرغني د ولید بن طلال د راتګ مننه وکړه او په افغانستان کې یې د پانګونو هرکلی وکړ. هغه زیاته کړه، اسلامي هېوادونه باید د بې وزلي د له منځه وړلو لپاره همغږي ولري.
د ارګ خبرپاڼه لیکي چې غني په دې کتنه کې د افغانستان او عربستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو په ټینګولو او له افغانستان سره د سعودي عربستان د مرستو او همکاریو په جلبولو کې د ولید بن طلال د کوښښونو د قدردانۍ په موخه هغه ته د غازي امیر امان الله خان عالي دولتي نښان ورکړ.
ویل کیږي چې ولسمشر غني په افغانستان کې د جنګي شرایطو تر څنګ د حاکمو مافیایي کړیو له خوا د رامنځته شویو ستونزو سره سره هڅه کوي چې د دغه هېواد د اقتصادي ښېرازۍ لپاره بېلابېلې لارې تعقیب کړي او بهرني پانګه وال وهڅوي چې په افغانستان کې کارونه پیل کړي.‌

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته