پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان دسلګونو میلیادو ډالرو دپانګونې وړتیا لري
نیټه: Tue, 04 Apr 2017 10:25:12 +0000

 

افغان چارواکي وايي چې افغانستان د سلګونو میلیاردونو ډالرو څخه د زیاتې پانګونې د جذب وړتیا لري.
د اقتصاد وزارت په دې باور دی چې د ملي وحدت حکومت د پانګونې په برخه کې خپل ظرفیت نړیوالو ته په ښه توګه بیان کړی او تمه ده چې په افغانستان کې د پانګونې کچه ډېره شي.
د یاد وزارت ویاند سهراب بهمن د سې شنبې په ورځ وویل که څه هم له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او انتخاباتي ستونزو په وخت کې د پانګونې اندازه کمه شوي وه خو دا چاره اوس بیا په غوړېدو ده.
نوموړی وايي د ملي وحدت حکومت اقتصادي فعالیتونو ته خپلې وړتیاوې مشخصې کړي او تمه ده چې نړیوال او افغان سوداګر به ترې ښه استفاده و کړي.
د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د ۱۱ میلیاردو ډالرو په اندازه پانګونه شوې خو د وخت په تېرېدو سره یې پراختیا تر ۳۰ میلیاردو ډالرو رسېدلې ده.
د پانګونې ډېره اندازه په عامه خدمتونو، ودانیزو چارو، د صنایعو په تولیدولو، کان کېندنې او د کرنې د پراختیا په برخه کې لګېدلي ده.
د اقتصاد وزارت داسې وخت په هېواد کې لا پانګونې ته هیله ښيي چې ولسمشر محمد اشرف غني د اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو د جوړېدو په خاطر درېیو بهرنیو هېوادونو ته په سفر وتلی او د سفر په دویمه ورځ یې د اسټرالیايي چارواکو سره دوه اقتصادي سندونه لاسلیک کړل.
د دغو سندونو له مخې اسټرالیا د کانونو د کېندنې په برخه کې له افغانستان سره د ۳۲۰ میلیونو ډالرو مرسته کوي.
په همدې ډول له ارګ څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ د اسټرالیايي متخصصینو، څېړنیزو مرکزونو او د هغه هېواد د دولتي چارواکو سره د اوبو او ځمکو په مدیریت، نړیوال مارکېټ ته د لاس رسي، د صادراتو او مالدارۍ په اړه هم تخینکي خبرې کړي دي.
ولسمشر غني د اسټرالیا څخه وروسته د سینګاپور او مالیزیا سفر په مخ کې لري او د جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې د ښاغلي غني د سفر اساسي محور د کانونو په برخه کې پانګونه او کرنیزه وده تشکیلوي.
د اقتصاد استاد ډاکټر عبدالشکور هډه وال که څه هم د اقتصادي ودې او پانګونې په خاطر د ملي وحدت حکومت هڅې بې نتیجې نه بولي خو وايي چې حکومت باید د هېواد د ننه هم په ځينو اړتیاوو کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تېر کال دوه فیصده اقتصادي وده لرله او د ۱.۷ میلیارده ډالرو نوې پانګونې شاهد و.
د اقتصاد وزارت وايي په روان کال کې هم د یو میلیارد ډالرو پانګونې څرک لګېدلی خو افغانستان د لا ډېرې پانګونې تمه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته