پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

قزاقستان افغانستان ته پنځوس سلنه غني شوي خوراکي توکي صادر وي
نیټه: Sun, 09 Apr 2017 12:46:23 +0000

 

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزو راکړو ورکړو په غونډه کې ویلي چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګریز شرکت په جوړیدو سره به په دواړو هېوادونو کې د پانګونو کچه زیاته شي او دا هېواد به افغانستان ته پنځوس سلنه غني شوي خوراکي توکي صادر کړي
د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویلي دي چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د یوه لوی شرکت د جوړیدو طرحه جوړه شوې ده چې د هغه په  جوړیدو سره به د افغانستان او قزاقستان تر منځ ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې ددغه شرکت له لارې ترسره کیږي.
د سوداګریو او صنایعو خونو مرستیال، خانجان الکوزی وايي:«په قزاقستان ناسته کې دې هېواد ومنله چې سږ کال به پنځوس سلنه اوړه او پنځوس سلنه غنم صادروي چې تر ډېره به خوراکي توکي افغانستان ته صادر کړي او غني شوي به وي. که څه هم پاکستان زموږ دا غوښتنه نه وه منلې.»
اخوا د قزاقستان د پانګونو د برخې مسوول چې د قزاقستان د  معتبرو شرکتونو د یوه یولس کسییز پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی دی وايي چې قزاقستاني فابریکه لرونکي لېواله دي چې په افغانستان کې پر خپلو پانګونو سربیره ډير تولیدي توکي هم په مناسبه بیه په افغانستان وپلوري .
 ددغه سفارت چارواکي وايي چې هڅه کوي  افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکولو  په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي.
 د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې په تېرو کلونو کې  د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګرۍ کچه ۴۷۰ملیون ډالره وه چې یوازې یولس ملیونه ډالره یې قزاقستان ته د افغانستان صادرات وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته