پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې دکرکټ معیاري لوبغالی جوړېږي
نیټه: Wed, 26 Apr 2017 13:51:02 +0000

 

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کرکټ د يوه نړیوال لوبغالي د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغه لوبغالي د جوړېدو د پرانيستې مراسمو کې چې د غويي په ۶مه نیول شوي وو، د افغانستان د کرکټ بورډ پر مشرتابه سربېره د مشرانو جرګې او ولایتي شورا استازو او ننګرهار والي ګډون کړی و.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل جلال اباد کې د کرکټ د دغه لوی لوبغالي د جوړېدو د پیل په مراسمو کې وويل، ياد ولایت او په ټوله ختيځه سيمه کې له کرکټ سره د ځوانانو د بې کچې مينې له امله یې وپتېيله چې دغه لوبغالی جوړ کړي.

د مشعل په خبره، پر یاد لوبغالي دوه نیم میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې د دوو کلونو په موده کې به یې جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه، ياد نوی جوړېدونکی لوبغالی په درېيو کټګوریو کې جوړوي چې هرې برخې ته یې بېلې، بېلې پیسې ځانګړې کړي.

د کرکټ بورډ مشر وايي، اداره يې د دغه لوبغالي د جوړېدو د لومړۍ برخې لپاره اوه سوه زره امریکايي ډالر بودیجه لري چې د لوبغالي پر چاردېوالۍ او د ځمکې پر هوارولو لګول کېږي.

نوموړی وايي، د لوبغالي تر څنګ په ټولو معیارونو برابر مسلکي روزنځای هم جوړوي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي ګلاب منګل ژمنه وکړه چې د کرکټ بورډ له ادارې سره د دغه لوبغالي په جوړولو کې هر ډول همکاري کوي.

اوس مهال ننګرهار کې د یو شمېر کوچنیو او خصوصي میدانونو سربېره د هېواد په کچه د غازي امان الله خان بل لوبغالى هم شته.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته