پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د هلمند د ښوراب پوځي اډه پر اقتصادي زون بدلېږي
نیټه: Wed, 26 Apr 2017 14:47:22 +0000


 
ټاکل شوې ده چې په راتلونکي يو نيم کال کې د هلمند ښوراب پوځي اډه پر يو اقتصادي زون بدل شي چې له امله به يې ٢٥٠زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
د ولسمشر محمداشرف غني د حکم پر بنسټ يو کمېسيون ته دنده سپارل شوې څو په هېواد کې اته اقتصادي زونونه جوړ کړي.
د اړوندې موضوع په اړه پرون ناوخته په ښوراب پوځې اډه کې لويه غونډه جوړه شوې وه.

د هغه په وينا، له دغه اقتصادي زون څخه به کرنيز او صنعتي توکي او د کانونو توليدات نړيوالو بازارونو ته صادريږي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې دغه اقتصادي مرکز به پر نړيوالو معيارونو برابر وي.

والي وايي چې د نورو برخو تر څنګ به له دغه مرکز څخه په ملي کچه الوتنې هم پيل شي.

دغه راز د دغه ولايت د اقتصاد رييس محمد خان نصرت وويل چې د دغه زون د جوړېدو چارې به د ١٨ مياشتو په موده کې بشپړې شي.

هغه وويل چې په دغه زون کې به د سمنټو، مېوو د پروسس، د زينتي او نورو توکو فابريکې هم جوړې شي.

ده وويل، دا سيمه چابهار بندر ته نږدې ده او د دې امکان هم شته چې له هغه ځايه توکي دلته را انتقال شي او بيا نورو هېوادونو ته صادر شي.

نصرت وايي چې د دغه اقتصادي زون د امنيتي چارو د ټينګښت په موخه هم پلانونه په مرکز کابل کې له حکومتي چارواکو سره شريک شوي دي.

د ښوراب پوځي اډه شاوخوا نهه کاله وړاندې د بهرنيو ځواکونو له خوا جوړه شوې وه چې په ٢٠١٤ کال کې افغان لوري ته وسپارل شوه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته