پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

راشدارمان په ای پي ایل کې دوهم ځل لپاره غوره لوبغاړی شو
نیټه: Sat, 29 Apr 2017 13:31:53 +0000

 

راشید ارمان دهند کورنې کرکت ای پی ال کې ددوهم ځل لپاره دلوبی غوره لوبغاړی شو.

هغه په خپله وروستۍ لوبه ای پی ال کې دپنجاب په خلاف په خپل جادوګره توپ اچونې دپنجاب لوبډله دماتې سره مخامخ کړه.

ددغی لوبی بچه دپنجاب لوبډلې  وګټله او پخپله یی دتوپ اچونه غوره کړه چې دحیدراباد لوبډلې په لمړي توپ وهنی ددری لوبغاړو په سوځیدو سره دوارنر ۵۱دشیکر دون ۷۷او په وروستیو کې دویلمسن ۵۴منډو پرمټ هدف ۲۰۷ منډوته ورساوه.

چې په ځوابیه لوبه کې دپنجاب لوبډلی د۹ لوبغاړو په سوځیدو سره دشین مارش د۸۴منډو پرمت ۱۸۱ منډی جوړی کړی اولوبه یی د۲۶منډو په توپیر سره حیدراباد لوبډلی ته وبایلله.

ددغی لوبی په ګټلو سره دحیدراباد ټیم په جدول کې دممبای شاته د۱۱نمرو په درلودوسره دریم ځای خپل کړ.

دحیدراباد په لوبډله کې نهرا او کول که څه هم په توپ اچونه کې ډیري منډي ورکړی خو دمقابل ټیم درې درې لوبغاړي یې وسوځول.

خویواځی ځوان افغان لوبغاړي راشید ارمان وو چې  دمقابل ټیم بریدګرولوبغاړو یی په توپ اچونی ډیرې منډې جوړی نه کړی ارمان په څلورو اورنو کې د۱۶منډو په ورکړی سره دمقابل ټیم د بریدګرلوبغاړی مورګن په سوځولوددی لوبې غوره لوبغاړی شو.

چې داپه روان ای پی ال کې ددوهم ځل لپاره دلوبی غوره لوبغاړی جایزه ده چې راشید ارمان یی خپلوي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته