پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار په کامه کې ۱۴ کیلومتره سړک دجوړولوچارې پیل شوې
نیټه: Sat, 06 May 2017 14:29:44 +0000


 
 د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ۱۶۷ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۴ کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.
دغه سړک چې د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سيمه کې رغول کېږي، د سيمې خلک يې د امنيت د لا ټينګښت او خلکو ته د اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره ډېر ګټور ګڼي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې د شيرګړ سيمې سړک نږدې ١٤ کيلومتره اوږدوالی او اووه متره پلنوالی لري چې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له خوا د ١٦٧ ميليونه افغانيو په لګښت په يوه کال کې جوړېږي.
.
د ننګرهار والي ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ او د ميرزاخېلو سيمو پاتې څلور کيلومتره سړک د جوړولو چارې هم پيل کړي.
ګلاب منګل ژمنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې به د روغتیا، کرنې او پوهنې برخه کې ګڼ شمېر نورې پروژې هم پلې کړي.
هغه په جوړه شوې غونډه کې د دې ولسوالۍ له مسوولینو او خلکو څخه وغوښتل څو ورسره د ښوونکو د ښارګوټي د ستونزې په حل کې جدي او بېړنۍ همکاري وکړي .
د کلیو پراختیا او بیارغونې رييس صفت الله شرفمل وويل چې د ياد سړک د جوړولو پر مهال به ۶۷ نوي پلچکونه او۲۱ پخواني پلچکونه پراخ او د ۳۷۲۲ متره په اوږدوالي به استنادي دېوالونه هم جوړ شي چې په اوو لویو کلیو کې به ترې شاوخوا ۶زره کورنۍ ګټه واخلي .
هغه د سړک د چارو د معياري ترسره کولو د ډاډ ورکولو تر څنګ له خلکو څخه د کار پر مهال د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کامې ولسوال عطاالرحمن هډه وال د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې په ياده ولسوالۍ کې به د سړک جوړونې پروژه په ښه توګه پلې کړي، د ښوونکو ښارګوټي ستونزې ته به قانوني حل لاره ومومي او د قيمتي ډبرو د ايستلو مخنیوی به وکړي .
د کامې ولسوالۍ قومي مشرانو ډاډ ورکړ چې ولسونه به په بشپړ ډول د پروژې د ښه تطبيق په برخه کې همکار واوسي .

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته