پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چین افغانستان سره ۷۲ میلیونه امریکايي ډالره وړیا مرسته وکړه
نیټه: Tue, 09 May 2017 11:08:12 +0000

 

په کابل کې د چین سفیر يوجینګ د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي سره د ۷۲ میلیونه امریکايي ډالرو د وړیا مرستې د تړون پر مهال په دې خوښي وښوده چې د دې هېواد له‎خوا شوې مرستې د افغانستان د بیارغونې او افغان ولس د خیر ښېګڼې برخه کې په اغېزمنه توګه لګول شوې دي.
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي بیا د یاد تړون د لاسلیک پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.
کیمي وویل، افغانستان له چین سره د ښو اقتصادي همکاریو تر څنګ په امنیتي او فرهنګي برخه کې هم ښې اړیکې لري.
ده وویل، دا چې چین د نړۍ دوهم ستر اقتصادي هېواد دی، کولای شي چې د ترانزیټ، بنسټیزو پروژو او نورو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
چین د ۲۰۱۴ میلادي کال اکټوبر میاشت کې کله چې ولسمشر اشرف غني دغه هېواد ته په سفر تللی و د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د افغانستان سره د درېیو کلونو لپاره د اوسپنې پټلۍ، د بندونو جوړولو، د برېښنا د تولید او نورو برخو کې د ۳۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو د وړیا مرستې ژمنه کړې وه چې د دغې مرستې د وروستۍ برخې تړون نن لاسلیک شو.
د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې چین افغانستان سره دوامداره همکاریو ته ژمن دی او نېږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره د نورو مرستو په تړاو په چین کې يوه ناسته هم وشي.
چین د افغانستان د کانونو په برخه کې یو له لویو او مهمو پانګه‎والو څخه ګڼل کېږي چې لسګونه شرکتونه‌يې په افغانستان کې د کانونو او په نورو برخو کې کار کوي.
په ورته وخت کې په کابل کې د چین سفیر يوجینګ د ياد تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې چین او افغانستان په تېرو څو کلونو کې له يو بل سره ډېرې ښې اړیکې لرلې دي او دغه اړیکې باید لا پراخې او غښتلې شي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سیدي وايي، چین د افغانستان يو ښه ګاونډی دی او مرستې يې بې‌مقصده او په بې‌پرې ډول دي.
 سیدي وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې د چین د مرستو د شفافیت په اړه دغه هېواد ته ډاډ ورکړي چې د دوی مرستې په شفاف ډول لګول کېږي څو چین د افغانستان سره نورو مرستو ته هم زړه ښه کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته