پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کلات کې هغه دوه ښوونځي پرانیستل شول چې ١٢ کاله تړل شوی و
نیټه: Tue, 16 May 2017 12:32:36 +0000


 د زابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د کلات ښار په څنډو کې هغه دوه ښوونځي چې له تېرو ١٢ کلونو راهیسې تړل شوي، بېرته  زده کوونکو پرمخ پرانيستل شول.
د دې ولایت د پوهنې ریاست ښاري مدیر حاجي عبدالرزاق د غويي په ٢٦ مه وویل چې دغه ښوونځي د کلات ښار جنوب ختیځ ته خالا او سیدجان په کلیو کې موقعیت لري چې مخکې د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوي وو.
نوموړي وویل چې د سیمه ییزو اوسېدونکو په همکاري وتوانیدل چې دغه ښوونځي بېرته پرانیزي چې په لومړۍ ورځ ورته شاوخوا څلور سوه نجونو او هلکانو نوم ليکنه وکړه.
د جمال په وینا، د زابل په نورو سیمو کې هم د دوى هڅې روانې دي تر څو ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيزي.
د سیدجان د کلي اوسیدونکي عبدالقادر وویل چې د سيمې خلکو د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته قناعت ورکړ، ترڅو د ښوونځيو بيرته پرانېستلو ته يې اجازه ورکړي.
هغه د يادو ښوونځيو پر بېرته خلاصېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې تر دې وړاندې د دې سيمې ډير اوسېدونکي له زده کړو بې برخې وو.
د زابل د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې له ٢٥٠ ښوونځيو څخه نيمايي د نا امنیو له امله د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته