پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان د فوټسال په سیالیو کې مالیزیا ته هم ماتې ورکړه
نیټه: Wed, 17 May 2017 14:24:53 +0000

افغانستان د فوټسال په اسيايي سياليو کې ماليزيا ته هم په ماتې ورکولو سره دويمه بريا خپله کړه.
د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي د غويي په ٢٧مه وويل، د ٢٠ کلنو لوبغاړو دا سيالۍ پرون په ټايلينډ هېواد کې پيل شوې دي.
هغه زياته کړه، افغانستان په خپله دويمه لوبه کې ماليزيا ته څلور پر يو ګول ماتې ورکړه او دويمه بريا يې خپله کړه.
د کاظمي په وينا، د افغانستان د شل کلنو فوټسال لوبډلې پرون د دې سياليو په لومړۍ ورځ بروناى دارالسلام هېواد لوبډلې ١٤ پر يو ګول ماتې ورکړې وه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې سياليو کې ګډون کوونکي هېوادونه په درېيو ګروپونو وېشل شوي دي.
ده زياته کړه، په (الف) ګروپ کې افغانستان، بروناى دارالسلام، تايلينډ، بحرين، عراق او ماليزيا؛ په (ب) ګروپ کې ويتنام، جاپان، تايپه چين، تاجکستان او اندونيزيا، په (ج) ګروپ کې ازبکستان، قطر، لبنان، ميانمار او هانګ کانګ او په (د) ګروپ کې ايران، قرغېزستان، چين، مغلستان او متحده عربي امارات لوبډلې شاملې دي.
ټاکل شوې ده چې افغانستان سبا خپله درېيمه لوبه له عراق سره ترسره کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته