پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دبدن ښکلاسیالۍ ترسره شوې
نیټه:

 

په ننګرهار کې دبدن ښکلا سیالۍ  لسم ځل لپاره تر سره شوې.

  یادې سیالۍ چې دبدن ښکلا دفدراسیون په لاره اچولې وې  پکې د۱۱کلپونو څخه ۵۸لوبغاړو په اته بیلا بیلو وزنونو کې برخه اخیستی وه.  یادې سیالۍ  دیوشمیر فدراسیونونو دمشرانو سربیره دکابل څخه دورزش مسولینو اوګڼ شمیر دورزش مینوالو په شتون کې ترسره شوې

دبدن دښکلا فدراسیون ریس مطیع الله (صدیقي ) په  خپلو خبرو کې وویل چې دغه سیالۍ په یوشفافه پروسه کې تر سره کېږي چې  موخه يي مرکزي سیالیو لپاره دلوبغاړو انتخاب دی.

دننګرهار پوهنتون دژورنالیزم پوهنځي مرستیال خالد (ضیأ )ورزش دیوالې سمبول بولي او وایی  ددې ترڅنګ چې ورزش ځوانان په اخلاقی رویه سمبالوي دصحت لپاره ډیرګټوردي.

په یاده سیالۍ  کې دننګرهار ولایت دبدني روزنې امر شاهدلله ساپي  دخپل دندې څخه استفأ اعلان کړه.

 نوموړي په خپلو خبرو کې داستفأ لعمل په ورزش کې دمشرانو لاس وهنه او دمرکزي حکومت نه همکاري په ګوته کړه.

 په پای کې دهروزن لمړی،دوهم او دریم مقام ګټونکو لوبغاړو ته یو یو کپ ورکړ شو.

دیادوني ده چي بدن دښکلا مسابقي هرکال دبدن دښکلا فدراسیون لخوا په لاره اچول کیږي چې په کې کڼ شمیر لوبغاړي دجایزو ترلاسه کولو سربیره مرکزي او ملي لوبډلو ته لار مومي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته