پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کډوال: دمهاجرینوریاست کارکوونکي يي په قصدي توګه ځنډوي
نیټه: Sun, 21 May 2017 14:20:28 +0000


په تورخم کې تازه راستنېدونکې کډوال د مهاجرینو ریاست له کارکوونکې ګیله لري.  
دوی وايي چې د مهاجرېنو ریاست کار کوونکې يي کارونه په قصدي توګه ځنډوي چې دوی ته  ستونزې پیدا کړي. 
خو د مهاجرینو ریاست چارواکي دا ستونزه ردوي او د خپلو هلو ځلو یادونه کوي 
دا له ګاونډي هیواد پاکستان څخه افغانستان ته د تازه راستنیدونکو افغان کډوالو د راستنېدونکو لړۍ ده چې پاکستان کې د ژوند له سختو شرایطو په تنګ راغلي او اوس خپل هیواد ته راستنېږي.
خو دغه بېرته راستنېدونکې افغان مهاجرین په تورخم ښارګوټي کې د مهاجرینو ریاست له کاروونکو ګیله لري .
دوي وايي چې د مهاجرېنو ریاست کارکوونکې يې له دلېل پرته  په قصدي توګه کارونه ځنډوي چې دا چاره راتلونکو مهاجرینو ته ستونزي جوړوي او نور راتلوونکي مهاجر به افغانستان ته زړه ښه نه کړي.
خو د مهاجرینو ریاست مسؤلین نه یواځې دا چې دا ستونزه نه مني ترڅنګ يې د خپلو لاسته راوړنو یادونه هم کوي او وايي چې په تورخم سرحدي ښارګوټي کې  يې شته کارکوونکي تر بل هر وخت ډېر کارکوي. 
تازه راستېدونکو افغان مهاجرین داستونزي په داسې مهال یادوې چې تیره ورځ هم د کډوالۍ په برخه کې دملګرو ملتونو او بېلا بیلو نړیوالو مرستندویه ادارو استازو په تورخم سرحدي ښار ګوټي کې د راستنېدونکو افغان مهاجرینو له وضیعت څخه د څارني په موخه دي ښارګوټي ته سفر کړی وو .

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته