پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د سعودي باچا ملک سلمان وايي ایران د ترهګرو ملاتړ کوي
نیټه: Mon, 22 May 2017 09:53:22 +0000

 
د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ایران تورن کړ چې د ترهګرو ملاتړ او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې د عرب اسلامي هېوادونو او امریکا په ګډون د ۵۶ هېوادونو هغې غونډې ته وکړې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره جوړه شوې وه.
د سعودي باچا شاه سلمان بن عبدالعزیز وویل چې ایران د ترهګرۍ مرکز دی او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي چې د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.
هغه زیاته کړه چې اسلام د سولې او امن پیغام ورکوي، د بې ګناه انسانانو وژل د ټول انسانیت د وژلو په معنا ده.
د نوموړي په وینا، ترهګرو د مسلمانانو قبله په نښه کړې ده نو د ترهګرو پر ضد بايد ګډه مبارزه وشي.
د هغه په وینا، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره په ریاض کې نړیوال مرکز جوړېږي چې د دغه مرکز له لارې به دوی وکولی شي ترهګرو ته ماته ورکړي.
د سعودي باچا هیله څرګنده کړه چې نور اسلامي هېوادونه به هم د دغه مرکز او اتحاد غړیتوب ترلاسه کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته