پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د ۱۸۵ ميليونه افغانيو په ارزښت ۶ روغتيايي پروژې پيل او پای ته ورسېدې
نیټه: Wed, 24 May 2017 13:27:50 +0000

ننګرهار کې د ۱۸۵ ميليونه افغانيو په ارزښت ۶ روغتيايي پروژې پيل او پای ته ورسېدې
په دغو پروژو کې د پښتورګو روغتون، يو زېږنتون، د تلسيميا ناروغۍ درملنې مرکز، د عامې روغتيا رياست لپاره د يوې ودانۍ او د يو شل بستريز او بل پنځوس بستريز روغتون جوړېدو چارې شاملې دي.
د عامې روغتیا وزیر وايي چې د ننګرهار د حوزوې روغتون چې  ۶ سوه بستره به ولري په نژدې راتلونکي کې به یې  چارې پیل  شي.
ننګرهار ولايت کې د عامې روغتيا وزارت له لورې د ۱۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ روغتیایي پروژو چارې پيل او پای ته ورسیدې.
په دغو پروژو کې د پښتورګو درملنې د ملي روغتون، په حوزوي روغتون کې د يو زېږنتون، د تلسيميا ناروغۍ درملنې مرکز، د عامې روغتيا رياست لپاره د يوې ودانۍ او د يو شل بستريز او بل پنځوس بستريز روغتون جوړېدو چارې شاملې دي.
په همدې موخه د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز  دننګرهار ولايت ته سفر کړی و او يادې پروژې يې په بېلابېلو ځايونو کې څه ګټې اخېستې ته وسپارلې او د ځينو د چارو پيل يې وکړ.
د عامې روغتیا وزير د پښتورګو د درملنې ملي روغتون ته تجهیز او د لومړۍ برخې د پرانیستې په موخه جوړو شوي مراسمو کې وويل، چې په دغو چارو ۶۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
همدا راز د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ښکلا زیږنتون ودانۍ تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې یاد زیږنتون د عامې روغتیا وزارت او شتمنو په شخصي بودیجو د شاوخوا شپږو میاشتو په موده کې په عصري او مجهز ډول جوړ شوی دی.
ورته وخت کې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د یو تن ملي سوداګر له لورې د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د عتیق الرحمن په نوم د تلسیمیا ناروغۍ د درملنې مرکز تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار والي وويل، چې یاد مرکز د شاوخوا لسو میاشتو په موده کې په عصري او مجهز ډول جوړ شوی،په یو وخت کې د شل تنو ناروغانو د درملنې ظرفیت لري.
د ګلاب منګل په وينا د یاد ملي سوداګر له لورې د دې مرکز د طبي او نورو کارکوونکو میاشتنۍ تنخواوې او د نورو امکاناتو برابرولو ژمنه هم شوې ده .
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت په ۴۴ میلیونه افغانیو مالي لګښت د کوټ ـ بټي کوټ او شهیدانو مېنې اوسیدونکو لپاره د غازي امان الله خان ښارګوتې په مربوطاتو کې د یو پنځوس بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې،چې د دوو کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي .
همدا راز د عامې روغتیا وزارت په ۳۹ میلیونه افغانیو مالي لګښت د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره په درې بلاکونو کې د ریاست ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې،چې د دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي .
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د شپاړس میلیونه افغانیو په مالي لګښت په ښېوې ولسوالۍ کې د شل بستریز روغتون د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې،چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته