پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان کرکټ بورډ له پاکستان سره د هر ډول سیالیو هوکړه لغوه اعلان کړه
نیټه: Thu, 01 Jun 2017 11:12:16 +0000


له دې مخکې د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډ مشرانو پرېکړه کړې وه چې لومړی لوبه په کابل او دویمه په لاهور کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي د کابل چاودنې په تړاو د امنیتي ادارو د موندنو له راپور سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان کرېکټ بورډ سره د هر ډول سیالیواو دوه اړخیزو اړیکو هوکړه لغوه اعلان کړه.
د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:
''له داسې هېواد سره، چې ترور پالنه په کې کېږي او د ترهګرو ځالې په کې فعالیت لري، د هیڅ ډول دوستانه سیالیو او دوه اړخیزو همکاریو هوکړه د تطبیق او تداوم وړ نه ده. ''
له دې مخکې د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډ مشرانو پرېکړه کړې وه چې لومړی لوبه په کابل او دویمه په لاهور کې ترسره کېږي.
خو کله چې د افغانستان استخباراتي ادارې د کابل برید پلانولو مسولیت پر پاکستاني استخباراتي ادارې ای ایس ای واچاوه، له دې سملاسې وروسته افغانستان پاکستان سره د کرېکټ لوبو لغو کولو اعلان وکړ.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته