پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سږکال به د زيتونو توليد تر ۱۲۰۰ټنه زيات وي
نیټه: Sat, 03 Jun 2017 10:51:54 +0000

سږکال به د زيتونو توليد تر ۱۲۰۰ټنه زيات وي
د ننګرهار ولايت کانال رئیس غلام حضرت عبدالرحيمزی وايي، چې سږکال به د زيتونو توليد تر ۱۲۰۰ ټنو زيات وي او هڅه کوي، چې راتلونکي کال کې د زيتونو په توليد کې نور زياتوالی هم رامنځته کړي.
عبدالرحيمزي وويل، چې سږکال د زيتونو حاصلات زيات دي؛ نو له همدې امله به د زیتونو په توليداتو کې هم زياتوالی راشي.
نوموړي زياته کړه، چې د زيتونو ۵۰۷۰۰ قلمۍ يې چمتو کړي او په راتلونکې کال کې به د کانال اړونده ځمکو کې کينول شي.
ده وويل، چې د کانال رياست اړوند ۴۶۰ جريبه ځمکه يې د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې او اوس هم د غاصبينو نيولو او ځمکو خلاصون کمپاين دوام لري.
هغه دغه راز وويل، چې په تیرو مياشتو کې د هډې فارم اړوند ۲۳۰۰۰ د نارنجو بوټو کې د مالټې پيوند تر سره شوی، چې په راتلونکې کې به ښه حاصلات ورکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته