
د دې سربیره چې د باران لپاره د هند او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو لوبه ۴۸ اورونو ته راکمه شوه، هندي لوبغاړو د اتلولۍ په نړیوال جام لوبه کې پاکستاني ټیم ته د ۱۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
هندي لوبغاړو د انګلستان په برمینګم کې په دې لوبه کې په ۴۸ اورونو کې د یوازې درې لوبغاړو په سوځیدو ۳۱۹ منډې جوړې کړې په ځواب کې یې ټول پاکستاني لوبغاړي په ۳۴ اوور کې د ۱۶۴ منډو په جوړیدو وسوځيدل البته د پاکستان وروستی لوبغاړی د دې لپاره چې خوږ شوی و میدان ته د لوبې لپاره رابهر نه شو.
که څه هم د لوبې د پیل پر مهال پچه د پاکستان ټیم ګټلې وه، خو د یاد ټیم کپټان سرفراز احمد لومړی هند ته د لوبې بلنه ورکړه چې دغه ټیم په ټاکلو اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۹ منډې جوړې کړې.
په هندي لوبغاړو کې روهېت شرما ۹۱، شیکر دهون ۶۸، یوراج سنګ ۵۲ او کپټان ویرات کوهلي ۸۱ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
د پاکستان ټیم توپ اچوونکو کې یوازې شاداب خان او حسن علي ۱ـ۱ هندی لوبغاړی وسوځاوه.
بلخوا بیا د هندي ټیم په ځواب کې د پاکستان ټیم لوبه له پیله ترینګلې پیل شوه، د یاد ټیم لوبغاړو د هندي توپ اچوونکو ښه مقابله ونهکړای شوه او پرلهپسې وېکټې یې له لاسه ورکړې.
د پاکستان لهخوا یوازې اظهر علي د هندي توپ اچوونکو مقاومت وکړ او د ۶۵ توپونو په لوبولو یې د ۶ څلوریزو پر مټ ۵۰ منډې جوړې کړې.
تر اظهر علي وروسته محمد حفیظ ښه لوبه وکړه او ۳۳ منډې یې جوړې کړې.
په هندي توب اچوونکو کې یو. ټي. یادیو ۳، پانډیا او جډیجا ۲ـ ۲ او بونیشور کومار ۱ پاکستان لوبغاړی وسوځاوه.
د پاکستان او هند کرکټ ټیمونه د کرکټ د نړۍ روایتي حریفان بلل کېږي چې لوبهیې په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر لیدونکي لري او هر کالیې د لوبې پر مهال ټکټونه له وخت مخکې پلورل کېږي.
د یادونې وړ ده چې دا په اتلانو جام سیالۍ کې د هند او پاکستان لومړۍ لوبه وه چې په نتیجه کې یې هند پاکستان ته په ماتې ورکولو ۲ پاینټه ترلاسه کړل.
|