پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

له افغان سولې سره مخالفتونه او د کابل پروسه
نیټه: Wed, 07 Jun 2017 10:25:48 +0000

 

نږدې اووه لس کلونه   یوې سیاسي ډلې په حکومت کې  له لوړو امتیازونو له  ترلاسه کولو سره سره ، حکومت تر نېغ او شاپه شا فشارونو لاندې راوستی ، له څو اړخونو  ګټې ترلاسه کوې او په ورته  وخت کې  د سولې د هر ډول خبرو  پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د شمالي ټلوالې په نوم د مختلفو ډلو جوړ شوي خوځوښت  وکولی شول، چې خپل سیاسي سیالان له بېلابېلو لارو له سیاسي لرې وساتې او پدې توګه  خپلې حکو متولۍ ته دوام ورکړي.

په دا وروستیو کې له حزب اسلامې سره دسولې خبرې له هریوه لورې  ددغه  ډلې  لخوا  له سترو ننګونو سره مخ شوې او کله ، چې حکومت  له حزب اسلامې سره د سولې تړون لاسلیک کړ، د ټلوالې ځینو څېرو پر دې اړه له کېنې ډکې څرګندونې وکړې.

د ټلوالې  یو مهم مشر  نور وویل ، موږ به حکمتیار ته یو چانس ورکړو ، که چېرې هغه د سولې له تړون سرغړونه وکړه  پر وړاندې به یې ګامونه واخلو.

خو هېڅوک له نوموړي داپوښتنه نه کوي، چې ایا افغانستان ستا شخصي ملکیت دی، چې  ټولې پرېکړې  به یې تا پو رې تړلي او تاسې  پخپله ددې وطن په ورانولو کې دپخلا دښمن  په څېر  پر بې ګناه افغان  ولس څومره هدېرې ډکې کړي ،ایا له تانه کله د افغان ولس  د وینو پوښتنه شوې ؟

یادې ډلې له څو میاشتو  راهسیې زیار وګاله،  چې پر حکومت خپل نورې ناروا غوښتنې ومني ،خو غني د دوی  وروسیتو فشارونو ته سر ټيټ نکړ او په نتیجه کې  ددغه  ډلې معلوم الحاله  څېرو په څرګنده د حکومت ،خو   د پردې  ترشا د افغان ولس  د هېلو  پر وړاندې خوځښتونه پیل کړل.

د ځینو نامنلیو رپوټونو له مخې ښاغلي  غني ددغه ډلې  دځینو غړیو بانکي حسابونه کنګل کړي او ددوی د خصوصي شرکتونو د ګټو پر وړاندې درېدلی او له امله یې په بلخ ،کابل کې  دټلوالې پر  غړیو ځمکه سره شوې.

دوی دیوې  موقع په  لټه کې وو او زیار یې ګاله ،چې موجوده حکومت  عملا چیلنج کړي، په کابل کې د ټانکر پوسیله د وروستي خونړي برید وروسته ،مدني ډلو دیوه سوله ییز لاریون له لارې هڅه کوله ،چې حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې  کړي ،خو دغه لاریون   د دغه ډلې دځینوغړیو  تر ولکې لاندې  راغی او  پر سخت  تاو تریخوالي واوښت.

دادی له څو ورځو راهیسې شمالي ټلوالې  د تحصن خېمې وهلي او د کابل پروسې  پر وړاندې یې عملي خنډونه جوړ کړي، هغه کار چې  دښمن د مېزایلو او بمونو پوسیله ونکړای شو، دغه ډلې  د مظاهرې  له لارې کوښښ وکړ ،چې داپروسه  زیانمنه کړي او نړیوالو ته وښايي، چې افغان  ولس د داسې غونډو دجوړولو وړتیا نلري.

خو له ټولو خنډونو سر ه سره د  مشرتابه  د پرېکنده  ګامونو له امله  داغونډه عملا په کابل کې جوړه ،  د شمالي ټلوالې او د هغوی باندېني ملاتړي یې حیران کړل.

که څه هم په څرګنده به دا غونډه په لنډه موده کومه مثبته لاسته راوړنه ونلري؛ خو   ددې  غونډ ې غوښنې لاسته راوړنې  دادي ،چې نړیړالو ته  وښودل شوه، چې افغان ولس په حساسو پوځي شرایطو کې هم د جګړې  د درېدو په اړه پرېکړې کولی شي شي او خپل دشمنان پېژني .

په  داوروسیتو کې افغانستان له څو ډوله سترو ګواښونوسره مخ دی، د څېړونکو له انده  روسیه،ایران،پاکستان دیوه بلاک په توګه د  افغان وسله والو مخالفینو سره د مالي او پوځي مرستې کوي ، ددوی  د  مرستو پر مټ مخالفینو د پام وړ پرمختګونه وکړل او له بل پلو پاکستان ،ایران او روسیه د افغان ولس د هیلو پر  وړاندې  په نړیواله کچه لابي کوي   اوغواړي  چې نړیوالې ټولنې ته دا څرګنده کړي،چې  افغان ولس  ستاسې  د مرستو ارزښت نلري او دوی پرېږدۍ ، چې د نړۍ  د یو تجرید شوي  هېواد په توګه یې  وپېژندل شی .

خو بیاهم  د ولس رښتینو استازیو په خپلو هلو ځلو کې وښوده ،چې دوی به دخپل ولس له روا حقونو ننګه اوملاتړ کوي او نړۍ ته به د یوه سوله خوښي افغانستان  تصویر ور وړاندې کوي ، ترڅو نړۍ پدې پوهه شي، چې افغان ولس دګاونډیو  دسیاسي او اقتصادي ګټو قرباني دی او دغه شان  تر بل هر تېر وخت  د نړیوال ترورېزم  دځپونکي جګړه ییژې څپې سره مخ دی او غواړي،  چې په ګډه دغه ناخوالو ته ځواب ومومي او افغان ولس په سوله اوارامۍ کې ژوند وکړي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته