پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د کاشکوټ پرملا مات پل بالاخره په سیند کې سرکېښود
نیټه: Wed, 07 Jun 2017 13:29:35 +0000

د کاشکوټ پرملا مات پل بالاخره  په سیند کې سرکېښود
د حامد کرزي  د واکمنۍ پر مهال د نړیوالې ټولنې  د بې حسابه او پرېمانه  مالي مرستو ټغر د  ټول هېواد پر ځمکه خور شو او مالي ملاتړي په مالي بودیجو وکولو کې دومره سخیان وو ، چې له هېچا یې دسخاوت لمنه نه راټولوله .
 په هېواد کې دکورنیو او باندېنیو موسسو لخوا په زرګونو نو داسې پروژې پلې شوې دي ، چې له یو څو پروژه يي سوداګرو پرته یې عام ولس ته د یوې مشکڼې هومره   ګټه نه  ده رسېدلې؛ خو بیا هم  د دغه  ډول پروژو پلي کولو دوام وموند او حکومت  دخپل مسوولیت له مخې  د  پروژو د پلې کېدو پرمهال  هېڅ ډول څارنه او ارزیابي ونکړه.
 په دغو پروژو کې   دګوتو په شمېر  اوږد مهاله پروژې هم پلې شوې ، د څرنګوالي له پلوه یې ډېرې نیمګړتیاوې درلودې ؛ خو بیا هم تر ډېره   په لنډ مهال کې د عام ولس د ستونزو په حل کې  مرستندویې څرګندې شوې.
د ولایتونو او بیا د ولسوالیو د سرکونو د رغولو ترڅنګ  په کوچنیو او لویو سیندونو  د نویو پلونو جوړولو ته مټې را ونغښتل شوې ،په دې لړ کې  د یوه خصوصي شرکت  لخوا د کونړ جلال اباد پرلویه لار د  ښېوې ولسوالۍ اړوند له کونړي پر سیند  د  کاشکوټونو لپاره په لنډ مهال کې پل جوړ او ګټې اخیستنې ته  وړاندې شو.
 عام  ولس  خوښ و،مګر  د پل د ساختماني موادو  په اړه یې معلومات نه درلودل او حکومت که له چارو څارنه کړي هم  وي ؛ نو څارونکو یوازې  د خپلو جیبونو ډکولو ته پا م و .  خلکو  د پل جوړېدل  لویه نیمکرغي وګڼله   او دې ته خوشحال  وو،چې   له ولسوالۍ او بیا هم  له  دوه ولایتونو سره یې سیمه ونښلول شوه او داسې یې انګېرله ، چې پرکونړي سیند د پورې وتلو ستونزه یې ترتله حل شوه .
ددوه کلونو په اوږودو کې د پل منځنۍ ستنه په سیند کې دسیند د څپو له زوره کېناسته او د پل  د ملا تیر ته یې  څرګند ګواښ پېښ کړ.
د ځوانانو ټولنو او مخورو  د دغه ستونزې دحل په موخه ولسوالۍ  او د ولایت ترمقام څوځله منډې ووهلې او د کاشکوټ پل ستونزه یې له حکومتي مسوولسنو سره شر یکه کړه؛   حکومتي مسوولین د خپلو جیبونو پر  ډکولو بوخت  وو، د ولس ستونزې ته  یې ځکه پام ونکړ  چې له مالي درکه ورته ګټه نه رسېده.
  دکاشکوټ پل ساختماني شرکت  څو ځله په مستقیم او غیر مستقیم ډول په غوږ ووهل شو، خو هغوی د ملا  ماتي پل  د بیا جوړولو په برخه کې  دځینو دلایلو له امله هېڅ  دلچسپي ونښوده،  د ځوانانو ټولنو او مخورو  ترپایه  خپلې هڅې وکړې ؛ خو له ټولو هڅو سره سره  ونه توانېدل چې  دغه ارتباطي وسیله وژغوري .
حکومت تر پایه  د تل په څېر دکاشکوټونو له  ولسونو سره  داسې چلند وکړ ،چې ګویا دغه  ولسونه  د افغانستان له جغرافیي پورې اړوند ندي ،پایله  داشوه چې  دکاشکوټ ملاماتي پل  د کونړ دسیند د څپو پر و ړاندې  دمقاومت  توان له لاسه ورکړ او بالاخره یې   د کونړ په سیند کې سر کېښود.
  دکاشکوټونو او منګوال  ولسونه  د دغه ارتباطي وسیلې له ستر نعمت بې برخې شول، حکومت  ترپایه  د ملاماتي پل د رغولو په اړه  د دغو ولسونو چغو ته غوږ  کېنښود ،   له سیند پورې ولسونه  د کونړ جلال اباد عمومي لارې ته پر لنډه  د راوتلو   بله  اغېزناکه  وسیله نلري ،پر جنوب  لوېدیځ او ختیځ لوریو غځېدلو فرعي سرکونو  تګ راتګ هم  د نقلیه وسایطو لپاره یو ستره ستونزه ده  ،خلکو ته داډېره ګرانه شوه ،چې د بیړینو ستونزو او ورځینو اړتیاو د پوره کولو  لپاره  له اوږودو لارو څخه  ګټه واخلي. 
   له سیند پورې ولسونه لاس تر زنې بیا هم د حکومت سترګو ته ګوري ؛  خو د خپل غم او عېش په  فکر او خیال کې ډوب حکومت   له داسې چارو سره هېڅ  دلچسپي نلري . حالاتو ته په کتو او د حکومتي مسوولینو  له   چلندونو   داسې ښکاري  چې داځل به د نړيدلي پل  پر ځای بیاځلې   د نوي   پل جوړول  هسې یو خوب  وي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته