پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ایا پاکستان د باور وړ دی ؟
نیټه: Mon, 12 Jun 2017 10:30:23 +0000

ایا پاکستان د باور  وړ دی ؟

کله چې په افغانستان او  جنوبي اسیا کې  د انګرېزانو پرله پسې ماتو او په راتلونکې کې  د دغه لویې امپراتورۍ  د ماتو  جبرانولو ته ځیر شو، نو پوهېږو چې پاکستان د کومو موخو لپاره رامنځته شوی.

پاکستان له جوړېدو لږ څه  وروسته په داسې حال کې ،چې  پوځي او استخباراتي واګي یې د انګرېزانو په لاس کې وو،  دهند ګرېوان ته  لاس واچاوه او په ترتیب سره یې درې ځله  د جګړې له لارې خپل بخت و ازمایه .

انګرېزانو  د پاکستان له  لارې  د افغان ولس د کمزوري کولو او د دغه ولس په منځ کې د قومي او مذهبي بېلوالي لپاره  په ځلونو زیار وګاله  او د پاکستان تر جوړښت وروسته یې یاد هېواد  تنبه کاوه، چې  په افغانستان  کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي او ګویا په دې توګه انګرېزان لږ تر لږه په افغان کې هېواد دخپلې لویې ماتې کسات واخلي.

پاکستان چې   په سیمه کې  د انګرېزانو  دګتو لپاره   یې د انګرېزانو په لاس  مصنوعي جغرافیه رامنځته شوې ، په افغانستان کې د لاسوهنو راز راز بېلګې لري او  له ضعیف النفسه افغانانو یې تل د افغان ولس په ځپلو کې ګټه اخیستې.

په افغانستان کې یې دخپلو مذهبي چینلونو له لارې دجګړې ډګر تود ساتلی او هر ه هغه هڅه چې ددې هېواد د پرمختګ لپاره یې څرک لګېدلی په بېخ کې یې خنثی کړې ده.

د ډاکټر نجیب د واکمنۍ په وروسیتو کلونو کې ،کله چې دسولې  پروسه د ملګرو ملتونو د استازي بینن سېوان په منځګړتوب اغاز او له لارې یې شونې وه ،چې واک په  سوله ییز ډول  درېیم ځواک ته انتقال شي ، د پاکستان لخوا داهڅه د افغان مجاهدینو دیوشمېر ډلو پواسطه سبو تاژ شوه او بیا په نهمې زیږدیزي لیسزه کې د افغان کورنۍ جګړې پرمهال ددغه هېواد پټه او ښکاره دښمني د ژوندي تاریخ هغه بېلګې دي ،چې هېڅکله به د اصیلو افغانانو له یاده ونه وځي.

دطالبواکمنۍ تر نسکورېدو وروسته په افغانستان کې دپاکستان معلوم الحاله لاسوهنو ته یو ځل بیا شرایط مساعد شول  او  دیاد هېواد   پوځي واکمنو، هر هغه چې د افغان وژنې لپاره  یې په لاس لرل درېغ  نه کړل.

که څه هم افغان ولس  په ځلونو  نړیواله کچه شکایتونه وکړل ،خو نړیوالې تولنې هم دپاکستان په څېر په افغانستان کې دڅو مخیزو سیاستونو  د کارولو له امله د افغان ولس غږ ته ځواب ونه وایه.

په افغانستان کې دپاکستان دلاسوهنې دپای ته رسولو لپاره  ډاکټر غني فکر کاوه چې د  وسله والو مخالفینو سره  دسولې پرځای باید له پاکستان سره سوله ترسره شي، خو غني له خپلو ټولو هڅو سره ځکه ماتې وخوړه ،چې پاکستان دافغانستان لپاره منافقانه او ورانوونکي پالېسي  درلوده او غني ته ډېر ژر روښانه شوه، چې د پاکستان په قاموس کې  له افغان  ولس سره سوله ځای نلري.

دې حقیقتونو ته له رسېدو سره سره، افغان حکومت د نړیوالو فشارونو، په کور دننه له ژورو اختلافونو،  څو ډوله روانې وسله والې جګړې اوپه  کورني ورځ بتر اقتصادي حالت کې له پاکستان سره  دخپلې دیپلوماسۍ دروازې په دې نېت پرانیستې پرېښودې ،چې ګویا  په افغانستان کې به روانې نیابتي جګړې ته  یوه منلي حل لار ومومي،مګر پاکستاني مقاماتو  مخامخ پستې خبرې او د پردې ترشا د افغان ولس  دځپلو لپاره  له نویو پوځي حربو ګټه اخیسته.

که څه هم دامهال پر پاکستان د افغان ولس هر ډول باور له منځه تللی او  د مصنوعي باور د راپیداکولو سره بیاهم  له دغه هېواده افغانان  د هېڅ ډول روغ نېتۍ تمه نلري،خو د نړیوالو اصولو له مخې بیا هم  په لوړه کچه افغان حکومت اړ دی، چې دستونزو  او ترینګلتیا  د راکمولو لپاره ځینې ګامونه واخلي.

ولسشمر غني دشانګهای د وروستۍ غونډې په څنډه کې  له نوازشریف سره په ناسته کې یو ځل بیا د افغان سولې پروسې او ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو جوړولو په موخه  دیو لړ مذاکراتو په ترسره کولو بیاځلي سلا وکړه او داهغه څه دي ،چې څومیاشتې وړاندې افغان حکومت  دغه کړنلاره تحریم کړې وه.

دغني په ژبه ،چې  په یوشمېر مواردو کې یې کاروي، موږ به هم دا ووایو چې ممکن دا به هم پاکستان  ته وروستی چانس وي او وبه کتل شي، پاکستان داځل بیا هم افغان ولس تېرباسي او نړیوالو ته په سترګو خاوري اچوي او که نه داځل  خپلو ستراتیژیکو ګټو ته له بلې زاویې ځان رسوي او دا نوی ګام یې د باور وړ دی او که نه؟

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته