پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې درې ملکیان دامریکايي ځواکونو په ډزو وژل شوي
نیټه: Mon, 12 Jun 2017 11:24:09 +0000


بهرنيو ځواکونو په ننګرهار ولايت کې تر چاودنې وروسته پر ملکي وګړو ډزې کړې او درې کسان يې وژلي دي.
دا پېښه تېره شپه د پيشمني پر مهال د غني خېلو ولسوالۍ په  شيرګړ سيمه کې رامنځته شوې ده.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله،  وويل چې بهرنيو ځواکونو دغه اقدام په سيمه کې د دوی پر يو موټر د سړک غاړې د ماين له چاودنې وروسته کړی دی.
سرچينې زياته کړې، په دغه بريد کې د ګنډيري په نوم یو کس او هغه دوه زامن وژل شوي چې د وژل شوو زامنو عمرونه له ١٥ کلونو کم دي.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب هم مني چې بهرنيو  ځواکونو تېره شپه يوه بجه د دې ولسوالۍ اړوند د شیرګړسيمې په کڅۍ کلى کې روان و چې پر موټر يې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، د چاودنې ځای ته نږدې درې تنه چې ملکي وګړي وو، بهرنيو ځواکونو په دې نيت وژلي چې ګواکې چاودنه همدغو خلکو کړې ده.
ولسوال د بهرنيو ځواکونو پر موټر د چاودنې له امله د اوښتو تلفاتو په تړاو معلومات نه درلودل او نه يې هم د پېښې په تړاو نور جزئيات ورکړل.
د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم پېښه تاييدوي، او وايي چې تر چاودنې وروسته امريکايي ځواکونو پر ملکي وګړو ډزې کړې او درې تنه يې وژلي دي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د پېښې د رامنځته کېدو په اړه جدي څېړنې رواني دي.
په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموريت لا تر اوسه په دې اړه کوم معلومات نه دي خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې پېښې دوه ورځې وړاندې له غني خېلو سره په ګاونډ اچين ولسوالۍ کې يو افغان کومانډو سرتيري په يو داخلي بريد کې درې بهرني سرتيري وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته