پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ کوي.
نیټه: Mon, 12 Jun 2017 11:31:49 +0000

پاکستاني چارواکي وايي هېواد یې د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ کوي.
دوی وايي ترهګري د ټولو ګډ دښمن دی او پر وړاندې يې ګډې مبارزې ته اړتيا ده. 
بلخوا ولسمشر ماڼۍ وآيي د سولې په برخه افغانستان یوازې د پاکستان په ژمنو تکیه نه‎کوي بلکې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له نورو لار چارو هم کار اخلي
د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز وايي، هېواد يې د سيمې د ثبات لپاره د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي. 
عزيز ويلي، چې د سيمې د خلکو د وضعيت د ښه کېدو او پرمختګ لپاره پرته له دې چې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ وشي، بله لاره شتون نه لري. 
په داسې حال کې چې وسله وال مخالفين او ترهګرې ډلې په پاکستان کې امن پټنځايونه لري او په دې هېواد کې تر تجهيزېدو وروسته د سيمې هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان ته د ناامنۍ د خورولو لپاره استول کيږي، سرتاج عزيز بيا د پاکستان له راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې ترهګري د ټولو ګډ دښمن دی او پر وړاندې يې ګډې مبارزې ته اړتيا ده. 
عزيز دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي، چې ولسمشر غني د شانګهای د همکاريو سازمان د غونډې په څنډه کې له نواز شريف سره وکتل او په افغانستان کې يې د جګړې د پای ته رسولو پر افغان محوره سياسي هوکړې ټينګار وکړ. 
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي؛ که څه هم سلو په سلو کې باور نه‎لري چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره رښتینې همکاري وکړي خو هیله لري چې د دواړو هېوادونو د کاري ډلو له ناستې وروسته ښې نتیجې ترلاسه شي.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد ویلي چې د پاکستان په اړه د نړیوالو د لیدلوري تر بدلون وروسته نوموړی هېواد د ترورېزم پر وړاندې مبارزې سره له افغانستان سره له همکاري پرته بله لار نه‎لري.
دی وايي، په دې برخه کې افغانستان یوازې د پاکستان په ژمنو تکیه نه‎کوي بلکې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له نورو لار چارو هم کار اخلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته