پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حقاني شبکه: د کابل خونړی برید دوی نه دي کړي
نیټه: Mon, 12 Jun 2017 12:59:01 +0000


د حقاني شبکې مشر په یو غږیز پیغام کې ویلي چې  د کابل او هرات ولایت په وروستیو بریدونو کې لاس نه لري.
نوموړي ویلي طالبان به تر هغې پورې جگړې ته دوام ورکړي ترڅو چې بهرنیان د افغانستان څخه نه یې وتلي 
په کابل کې وروستي برید چې ۵ سوه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته افغان حکومت دا د پاکستان  استخباراتو او د حقاني شبکې کار  وباله .
د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په یو غږیز پیغام  کې ویلي چې د افغانستان په ورستیو حملو کې لاس نلري. 
دغه پېغام چې په پښتو کې دی، طالبانو پرون د یکشنبې په ورځ رسنیو ته استولی.
حقاني دغه پیغام د کابل د سختې حملې، په یوې جنازې کې د مرگانۍ چاودنې او د هرات په یو جماعت کې د بم د چاودنې په هکله خپور کړی.
د یادوني وړ ده چې د کابل او هرات د حملو مسولیت تراوسه لا چا په غاړه نه دی اخیستې.
زیاتره کسان د کابل په زوراورې چادونې کې ووژل شول چې په یو موټرکې ١٥٠٠ کیلوگرامه چاودیدونکي مواد وچاویده.
د افغانستان ولسمشر د دغې حملې په هکله په کابل کانفرنس کې وویل چې د کابل په حملې کې ١٥٠ تنه وژل شوي او ٣٥٠ تنه زخمیان دي. په زخمي شوو کې بهرنیان هم شامل دي.
د کابل حمله د ٢٠٠١ کال راپدیخوا ترټولو خونړۍ حمله وه.
د افغانستان استخباراتي ادارې د کابل د برید نه وروسته وویل چې برید د حقاني شبکې کړیدی او د پاکستان استخباراتي اداری آی ایس آی ورسره په دی کې مرسته کړیده.
حقاني په خپل ثبت شوې پیغام کې ویلي چې طالبان به تر هغې پورې جگړې ته دوام ورکړي ترڅو چې بهرنیان د افغانستان نه وتلي نه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقاني شبکه په ٢٠٠٨ کال کې د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې او په ٢٠١٢ کال کې یې بیا د بهرنۍ ترهگرې ډلې په لسټ کې واچوله.
افغان او امریکایي چارواکي وایي چې سراج الدین حقاني د پاکستان د قبایلي سیمو نه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی په مرسته په افغانستان کې حملې کوي. 
اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وایي چې د تیرو دریو کلونو د مودې نه په قبایلي سیمو کې د ترهگرو په ضد عملیات کوي او زیاتره سیمه یې د ترهگرو نه پاکه کړیده چې پکې د حقاني ډله هم شامله ده. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته