پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اجرائیه ریس د ځینو وزیرانو په نه ګډون سخت غبرګون ښودلي .
نیټه: Mon, 12 Jun 2017 13:02:59 +0000


اجرائیه ریس نن د وزیرانو شورا په غونډه کې پر هغو وزیرانو هم نیوکي وکړي چې ددې شورا پریکړو ته اهمیت نه ورکوي.
عبدالله وايي د ملي وحدت حکومت مشران په هغو ژمنو کې پاته راغلي چې له ولس سره یې کړې
د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدلله د وزیرانو شورا په غونډو کې د ځینو وزیرانو پر نه ګډون سخت غبرګون ښودلی او ګواښ یې کړی چې وروسته له دې په دغه شورا کې د معقول عذر پرته د وزیرانو نه ګډون ورته د منلو نه دی.
عبدالله وویل چې له دې وروسته به د هغو وزیرانوپر وړاندې چې په کابل کې موجود وي او د وزیرانو شورا په غونډو کې ګډون نه کوي چلند بل ډول وي.
عبدالله دا څرګندونې نن د وزیرانو شورا په نوبتي غونډه کې د خبریالانو پر وړاندې خبرې وکړي.
همدارنګه اجرائیه رئیس ځینې دولتي چارواکي د اجرائیه رياست او وزیرانو شورا پرېکړو ته په نه پاملرنه تورن کړل او ویې ویل د دغسې چارواکو پر وړاندې به نور له زغم کار وانخیستل شي.
اجرائیه رئیس وویل، چې په برخه کې یې د افغانستان له جمهوررئیس سره یو بحث هم پیل کړی دی.
عبدالله په کابل کې د ورستیو اعتراضونو په اړه وویل چې د اعتراض کوونکو له غوښتنې سره سم د کابل په لاریون کې د پولیسو او اعتراض کوونکو تر منځ د تاوتریخوالي په اړه څېړنې روانې دي.
عبدالله وویل لویې څارنوالۍ تېره ورځ پرېکړه وکړه چې د څېړنو د بې طرفۍ د ساتلو په موخه د کابل د دوو امنیتي او نظامي مسئولینو دندې وځنډولې.
عبدالله همدارنګه وویل چې د ملي وحدت حکومت مشران په هغو ژمنو کې پاته راغلي چې له ولس سره یې کړې هغه وویل چې دا د ولس حق دی چې پر دولت غوسه شي او اعتراض وکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته