پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اروزګان کې ۲۵ وسله والو طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Mon, 12 Jun 2017 13:16:49 +0000

د اروزګان امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز ترينکوټ کې د هوايي بريدونو له امله ١٠ طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان دويم څارن زين الله  وويل چې په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو ترڅنګ د افغان ځواکونو هوايي بريدونو هم ښې پايلې درلودې.
هغه وايي چې له تېرو دوه ورځو راهيسې د مرکز ترينکوټ په ختيځ او شمال سيمو کې د افغان هوايي ځواکونو د بريدونو له امله ١٠ طالبان وژل شوي او ١٥نور ټپيان دي.
ده وويل چې په ټپيانو کې د طالبانو مشهور قوماندان ملا رحيم الله هم شامل دى چې د درملنې په موخه پاکستان ته لېږدل شوى دى.
د هغه په وينا، د يادو بريدونو پرمهال د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
ده زياته کړه چې په اروزګان کې د روانو عملياتو په پايله کې تر اوسه امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ځواکونو يې يو کيلومتر پرمختګ هم کړى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو ددې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې دوه ورځې وړاندې د اروزګان د مرکز ترينکوټ په لنډۍ کوڅې سيمه کې طالبانو اووه سرتېرى وژلي او درې ټانکونه يې له منځه وړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته