پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Tue, 13 Jun 2017 11:08:14 +0000


 
 د ننګرهار په پچيراګام او چپرهار ولسواليو کې د خپلمنځي نښتو او هوايي بريدونو په ترڅ کې ۲۳ وسله والو طالبانو او داعش ډلې ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره  په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ خپلمنځي نښته شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي چې په ياده نښته کې د داعش ۶ وسله وال وژل شوي او دغه راز د لعل سعيد په نوم د سيمې يو اوسېدونکی هم ټپي شوی دی.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د چپرهار ولسوالۍ په ګراټک او باباخېلو سيمو کې د يو هوايي بريد په ترڅ کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، همدارنګه د هغوی يو موټر او په کې دهشکه هم له منځه وړل شوي دي.
خبرپاڼې د پچيراګام ولسوالۍ به سليمانخېلو او مندرخېلو سيمو کې هم د يو هوايي بريد په اړه معلومات ورکړي چې په کې ۳ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې ياد هوايي بريدونه افغان او که بهرنيو ځواکونو ترسره کړي دي.
د يادونې ده، اوسمهال هم په چپرهار او پچيراګام ولسواليو کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ نښتې روانې دي او وخت ناوخت پرې افغان ځواکونه هم بریدونه کوي.
يادو دواړو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته