پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هلمند کې د ملا هبت‌الله کسانو د ملا رسول پر پلویانو موټربم برید کړی
نیټه: Wed, 14 Jun 2017 10:49:37 +0000


د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يوې ډلې پر بلې ډلې ځانمرګى بريد کړى چې په ترڅ کې یې ١١ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
خو طالبان بيا وايي چې دغه بريد پر يوې پوځي اډې شوې چې سرتېرو ته يې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.
په هلمند کې د پوليسو يوې سرچيني  وويل چې دغه ځانمرګى بريد د ګرشک ولسوالۍ د سامينار په سيمه کې شوى دى.
هغه وايي چې بريد د ملا هبت الله د کسانو له خوا د ملا رسول پر کسانو شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې ١١ طالبان وژل شوي او پنځه نور سخت ټپيان دي.
د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن محمد اسماعيل خپلواک هم ياده پېښه تاييدوي او وايي  چې په دغه بريد کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي چې له يادې پېښې تر اوسه دوى ته درې ټپيان ور وړل شوي دي.
وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييد کړې.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دغه بريد د ګرشک په سامينار سيمه کې د ملي امنيت پر يو مرکز شوى دى.
هغه وايي چې بريد د محمد نسيم هلمندي له خوا د موټر په وسيله ترسره شوى دى.
د احمدي په وينا چې په دې بريد کې د ملي امنيت ٢٦ کسان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
خو د وسله والو طالبانو د ملا رسول ډلې وياند ملا منان نيازى بيا وايي چې د ملا هبت الله کسانو پر دوى ځانمرګى بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې دوى ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
دغه راز د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان دا هم وويل چې نن له غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ په مالګير سيمه کې د ملا رسول کسانو د ملا هبت الله پر کسانو د ماين چاودنه کړې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې د ملا هبت الله پنځه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د طالب مشر ملا هبت الله او ملا رسول د کسانو تر منځ وسله والې نښتې شوې چې دواړه خواوې مرګ ژوبله هم لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته