پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په فارياب کې طالبانو د داعش اووه کسيزه ډله نيولې
نیټه: Wed, 14 Jun 2017 10:59:06 +0000


 
د فارياب ولايت امنيتي سرچينې وايي چې د داعش ډلې يوه اووه کسيز پلاوى له غور ولايت نه جوزجان ته تللى و چې د فارياب ولايت د بلڅراغ سيمې په تاش کلا سيمه کې د طالبانو له لوري نيول شوى دى.
خو د پوليسو امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې د داعش اووه موټرسايکل سپاره پرون د فارياب ولايت د بلڅراغ ولسوالۍ  له تاش کلا سيمې د تېرېدو پر مهال د طالبانو له لوري پېژندل شوي او نيول شوي دي.
خو د بلڅراغ ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو قوماندان دادالله چې په دادي مشهوردى، وايي چې نيول شوي کسان پنځه تنه وو چې دوه ميله وسلې يې هم له ځان سره درلودې. دوى د سرپل په کوهستانونو کې د غضنفر په نامه طالب قوماندان له لوري لېږدول شوي دي.
دادي زياته کړه، ترلاسه کړي معلومات څرګندوي چې د داعش لسګونه غړي د جوزجان ولايت له قوش تپې او درزاب ولسواليو نه د بلڅراغ ولسواليو پر اړوند سيمو د بريد پلان لري او د دې تر څنګ دوه سوه موترسايکل سپاره طالبان په دې ولسوالۍ کې د خپلو کسانو د ملاتړ په موخه ځاى پر ځاى شوي او ترمنځ يې د نښتې امکان شته.
په فارياب کې يوه سيمه ييز طالبان قوماندان هم تاييد کړه چې د داعش هغه پلاوى يې پېژندلى او نيولى چې د خپلو کسانو د مالي او پوځي وضعيت د څېړنې په موخه په پټه جوزجان ولايت ته روان و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته