پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهار پچیر اګام ولسوالۍ توري بوري مشهوره سیمه داعش وسله والو ونیوله
نیټه: Wed, 14 Jun 2017 11:18:58 +0000


دتوري بوري اوسیدونکي وايي چې له تېرو دوه ورځو راهیسي داعش جنګیالیو په پچیراګام ولسوالۍ کې خپل فعالیتونه کړندی کړي چې له امله يې ګڼ شمير کورنۍ هم بې ځایه شوي. 
دننګرهار ولایتي اداري مسؤلین هم په پچېر اګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والو فعالیتونه تائیدوي خو د تورې بورې نیول نه مني. 
دننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو د خپل منځي جګړي وروسته داعش وسله وال په دې  وتوانیدل چي د توري بوري مشهوره سیمه تر خپل واک لاندي راولي. 
یوي ځایی سرچیني چي نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي له شرق ټلویزون سره په خبرو کې وویل چې داعش یا اسلامي خلافت نومي ډله له وسله والو طالبانو سره له تودو جګړو وروسته په دي وتوانیده چې د توري بورې مشهوره سیمه ونیسی. 
دسرچیني په وینا چې په پچیر اګام ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ګڼ شمیر کورنۍ هم ځای پریښودوته اړشويدي. 
خو ولایتي اداره که څه هم په پچير اګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والو فعالیتونه تائیدوي خو د دوی  له لورې د تورې بورې د نیولو خبري نه مني. 
دننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي چې داعش وسله وال د پچير اګام ولسوالۍ د تنګي سیمې ته رسیدلي دده په وینا چې سر له ننه به ګډ امنیتی ځواکونه په پچير اګام ولسوالۍ کې دداعش ډلي دځپلو په موخه عملیات پیلوي او ترهغي به دوام وکړي تر څو سیمه د داعش له ګواښه خلاصه کړي. 
 نږدي یوه اونۍ وړاندي هم دننګرهار په چپرهار او پچیراګام ولسوالۍ کې ددولت ددواړو مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ خپل منځي جګړو زور اخیستی وو چي امنیتي ځواکونوپه ګډون ، داعش او طالب وسله والو پکي یوبل ته دمرګ ژوبلي داووښتو ادعا کوله  

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته