پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهارکې خبریالانود دولتي اداروسره دپریکون ګواښ کړی
نیټه: Wed, 14 Jun 2017 11:34:08 +0000


که له حقوقو يي دفاع ونه شي نو دننګرهار خبریالان به له دولتي ادارو سره پریکون وکړي. 
تیره ورځ په ننګرهار کي څلورتنه سیمه ایز  خبریالان په بیلابیلو موضوعګانو کې له تاوتریخوالی سره مخ شوي.
که څه هم خبریالان دخپلو حقونو دترلاسه کولو په برخه کي ولایتي اداره په بي پامۍ تورنوي خو دولتی مسؤلین بیاهم ژمني کوي چي قضيو ته به دقانون په رڼا کي رسیده ګي وشي.
په افغانستان کي دخبریالانو پر وړاندي تاوتریخوالي هغه مسله ده چي له لاهم په هیواد کي زیات شمیر خبریالان د خپلي دندې پرمهال ورسره لاس او ګریوان وي.
تیره ورځ په ننګرهارولایت کې دطلوع نیوز او میوند ټلیوزیون خبریالانو چې دکابل جلال اباد په دوهم لین سړک يي ددې سړک دکارونو د ځنډ او پکي دشته فساد په اړه راپور چمتو کاوه دهغه شرکت دساتونکو له لوری چي دیاد سړک دجوړیدو چاري پر مخ وړي وهل شوي ډبول شوي او دلنډي مودي لپاره زنداني شوي هم دي.
بل پلو تیره ورځ په تورخم کي داریانا ټلویزون خبریالانو چي غوښتل يي په تورخم  کي  دقاچاقو په تړاو راپور جوړ کړي دپوله ساتو ځواکونو له لوري ورسره له زور زیاتي کار اخیستل شوی او په همدی موخه نن دننګرهار ولایت خبریالان داعتراض په ډول دولایت مخي ته راټول شوی وو او ددي قضیوو دڅيړلو غوښتنه يي کوله. 
راټولو شوو خبریالانو دیو ه پریکړه لیک له مخي پریکړه وکړه او ويي ویل  که ددي قضیو څیړنه په خپل وخت ونه شي او عاملین يي دقانون منګولو ته ونه سپارل شي نو په نورو مدني حرکتونو به لاس پوري کړو.
خو دننګرهار دوالي ویاند عطا الله خوږیاڼي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چي دطلوع نیوز او میوند ټلویزویون دخبریالانوسره دشوي تاوتریخوالي عاملین نیول شوي او ددوهمي قضيي دڅيړلو په موخه ددوي هڅي دوام لري. 
په ننګرهار کي دخبریالانو پر وړاندي دتاوریخوالي مسله کومه نوي خبره نه ده او تر دي وړاندي هم دخبریالانو پر وړاندي دزور زیاتي ګڼي پېښي ثبت شوي چي عاملین يي یا دولتي چارواکي ، زور واکي او یاهم وسله وال مخالفین وي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته