پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کاواکه حکومت اود لنډغریزم توپان په سر اخیستی ولس
نیټه: Wed, 14 Jun 2017 11:39:32 +0000

 افغانستان ،چې له پېړیو راهیسې په کې نیمه قبایلي حکومتونه دود وو او ددغه آر له مخې به ولسونو د حکومتونو هره یوه پرېکړه په پټو سترګو منله ،یا داچې د انګریزانو په اصطلاح دغه نیمه وحشي حکومتونه د ولس له مزاج سره برابر وو او د هغوی مزاج له مخې یې چارې مخته وړې. که څه هم چې د دغه ډول حکومتونو اډانې د نړیوالو دیموکراتیکو نظامونو سره په ټکر کې وې ؛ خو په کور دننه یې ګټه داوه ،چې ولس او حکومت تر ډېره همغږی و او ولس د وسله وال پوځ ترڅنګ له خپل اراضي تمامیت څخه د خپل کور په څېر ننګه او دفاع کوله . د هېواد په تاریخي جریانونو کې وینو چې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وروسیتو کې او د سردار محمد داود خان د واکمنۍ په درشل کې په نیمه قبایلي سیستم ولاړه حکومتي اډانه کې ستر بدلونونه رامنځته شول ؛ روڼ اندو فکر کاوه ،چې دپرمختګ په موخه د متمدنې نړۍ سره د نږدې کېدو لپاره اړینه ده ، چې په حکومتي بنسټ کې د نړیوالو رایجو قوانینو له مخې بد لون رامنځته شي. په هېواد کې د نویو رآټوکېدلو دیموکراتیکو ګوندونو د سیاسي تجربو د نشتوالي له امله د خپلو ګوندونو سیاسي کړنې او تګونه د هېواد له ملي ګټو ، مذهبي او دودیزو ارونو سره په ټکر کې وټاکل ، فکر یې کاوه چې ددغه غورځنګ پرځنګ له لارې واک ترلاسه کولی او د ځینو په اصطلاح د هېواد درې سوه کلن نیمه قبایلي سیاسي حکومتي سیتم ته تغیر ورکولی شي. که څه هم کيڼ لاسي،ښي لاسي او ملي ګوندونه په خپلو موخو کې بریالي شول ؛ خو د سیاسي واک انتقال لپاره د قانون له مخې کوم منلی آر نه تر سترګو کېده، پایله داشوه چې په نیمه قبایلي اډانه له پیړیو راهیسې د جوړو شویو او د هغه وخت د جوړ حکومت جرړې له بېخه ایستل شوي ، د ولس سیاسي اقتصادي او فرهنګي شعور ددغه ډول بدلونونو پر وړاندې له واړندې وېښ او پیاوړی نه و، د هېواد دښمنانو همداموقع ارزښتناکه وبلله او دکیڼ لاسو پر وړاندې له کرکې ډک داسې خونړي حسا سیتونه را وپارېدل ، چې تر ننه ددغو حساسیتونو د کنټرول لپاره هر ډول هڅو مثبت رنګ ندی راوړی. په هېواد کې د لسیزو ګډ وډیو پرمهال ځینو سیاسي ګوندونو ،چې وار له مخه د مذهب په رنګ کې یې سمتي او قومي خوځښتونه درلودل د واک پر سر له نورو سره په جګړه کې ښکېل شول او د طالبواکمنۍ د پرځېدو پرمهال دغه ډلې د امریکا د بي دوه پنځوس پر مټ واک ته ورسېدې . دغه ډلو ، چې د فکر مذهب او نژاد له مخې مختلفې وې ،خو پدې خبره سره یوه خوله وې ،چې ګویا د پښتنو د واکمنۍ ټغر باید نور ټول کړي او عملا دوی فکر کاوه، چې واګي یې په لاس کې اخیستي دي او باید، چې د خپلې خوښې له مخې نور بدلونونه هم رامنځته کړي. په څرګنده د نورو دحقونو پر وړاندې تر ډېره داسې څه نه لیدل کېدل ، مګر په ټوله حکومتي اډانه کې د یوه قوم پر وړاندې له هر یوه پلوه یو ډول کره محسوسېده ، هغه سیاسي او مذهبي ډلې چې دواکمنې ډلې پر ژبه یې خبرې نه کولې ، په سیاسي صحنه کې یې پر واک او ځواک لاپسې انحصار شو او نړیوالو ته دتروریستانو په نوم وروپېژندل شول. سیاسي لنډغریم دودو او اوج ته ورسېد تر کیڼ لاسو وروسته په سیاسي لوبه کې دا پر خپل وار د عام ولس د ګټو پر وړاندې یوه بله توپاني او خونړۍ څپه وه،چې تر ډېره یې د مذهب په جامه کې د نورو پر وړاندې له کرکې ډکې غوښتنې ترلاسه او لا یې هم له دغه لارې زیار وګاله ، چې لاهم د قومونو ترمنځ کرکې راپاروي او خپلې ځانګړې او ګوندي ګټې وپالي. که چیرې له یوې پېړۍ را هیسې حکومتي اډانې ته ځیرشو او په انصاف سره پلټنه وکړو ،او معلومه کړو چې په حقیقي مانا حکومتي نعمتونه او واک دچا په لاس کې و؟ دا به راته څرګنده شي، چې د یوې پېړۍ په اوږدو کې له ټولو نعمتونو څخه د یوې سیمې خلک برخورداره وو او د هر پېر واکمن هسې د یوې بېلګې په توګه دپښتنو له ټبره ګڼل کېده. خو له دې ټولو اسانتیاو سره سره ،چې یوازې د یوې ژبې او سیمې خلک ترې برخمن وو او اتیا سلنه حکومتي اډانه یې په لاس کې وه ، پردې یې بسنه ونکړه، دادی اوس د قومونو ترمنځ دټکرو ،لانورې ژبپالنې ،سیمې او ګوند پالنې ته د لنډغریزم د آرونو له مخې هوا ورکوي ، ددوی د کرغېړن هوس او غوښتنو په توپاني څپو کې خوبوړی ولس لاهو شوی او کاواکه حکومت یې ننداره کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته