پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا : افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې نه تکراروو
نیټه: Thu, 15 Jun 2017 10:58:20 +0000

د امریکا د دفاع وزیر جمیز مټیس وايي امریکا به د افغانستان په اړه پخوانۍ تېروتنۍ تکرار نه کړي.
 د امریکا د فاع وزیر ټینګار وکړ، امریکا اجازه نه ور کوي چې " افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په پټنځي بدل؛ د امریکا او ملګرو ملي ګټې وګواښي."
 ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر ټاکلو واک هم مټیس ته ور کړی دی.
پنټاګون تر اوسه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه خپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو یو شمېر رسنیو ویلي، دغه هېواد غواړي ۵۰۰۰ نور سرتېري افغانستان ته واستوي.
 مټیس موده وړاندې د امریکا کانګریس ته وویل، امریکا په جګړه کې پر طالبانو برلاسې نه ده، خو دا وضعیت به ژر بدل شي " تر یوي میاشتي به له طالبانو سره د مبارزي په اړه د امریکا نوې تګلاره کانګریس ته وړاندې کړو."
  دهغه په خبره طالبان په افغانستان کې د ځواکمنېدو په حال کې دي.
مټیس ومنله چې امریکا باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره ژر  بدله کړي.
کله چې جمهوریپال سناتور جان مکین  مټیس ته وویل، امریکا باید ژر خپله تګلاره بدله کړي او افغانستان ته نور امریکايي ځواکونه ولېږي، نو جنرال مټېس وویل، دولت هم دا ژروالی درک کړی دی.
امریکا دمګړۍ په افغانستان کې ۸ زره پوځیان لري چې تر ډېره د افغان ځواکونو پر روزنه او جګړه ییزې ملتیا بوخت دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته