پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ميدان وردګو کې درې ماشومان وژل شوي
نیټه: Thu, 15 Jun 2017 11:06:54 +0000


 
 په ميدان وردګو ولايت کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې درې ماشومان وژل شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل وويل چې وسله والو طالبانو پرون مازديګر د سيد اباد ولسوالۍ د شيخ اباد سيمې په زينخېلو سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه چې  د د دواړو لورو تر منځ د نښتې پر مهال د هاوان يوه مرمۍ د ملکي وګړو پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې يو هلک او دوه نجونې وژل شوي او يوه مېرمن ټپي شوې ده.
د والي وياند پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د يادې پېښې د څېړلو په موخه يو پلاوى ټاکل شوى دى.
د سميع الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي وويل چې وسله والو طالبانو پر پوستې تر بريد وروسته له سيمې وتښتېدل.
د هغه په وينا، د ملي اردو ځواکونو د ځوابي ډزو پر مهال د هغوى د هاوان يوه مرمۍ د غلام حضرت په نامه د سيمې د يوه اوسېدونکي پر کور ولګېده.
دى وايي چې په دې پېښه کې د غلام حضرت درې ماشومان چې عمرونه د ٦ او ١٣ کلونو تر منځ وو، وژل شوي دي.
هغه وايي چې دوه کاله وړاندې د غلام حضرت ورور جلات خان هم چې يو بزګر و؛ له بازار څخه کور ته په لاره د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې ګير او ووژل شو.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته