پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هلمندکې په تصفیوي عملیاتو کې ۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي
نیټه: Thu, 15 Jun 2017 11:16:48 +0000


افغان چارواکي وايي، د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په پوځي عملیاتو کې د دولت ۴۳ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري وویل چې په مارجه کې لا هم تصفیوي عملیات روان دي.
د نوموړي په خبره تېره شپه افغان هوايي ځواکونو هم په مارجه کې د دولت پر وسله والو مخالفینو بریدونه کړي دي.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه پورې د مارجې د عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
مارجه د هلمند ولایت له نا امنو ولسوالیو څخه ده چې څو ځله د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ د شدیدو جګړو شاهده وه.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته