پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکې:داعش په پاکستان کې روزل کېږي او جګړې لپاره ننګرهارته رالیږل کیږي
نیټه: Thu, 15 Jun 2017 12:28:38 +0000


په ختيځ کې امنيتي چارواکي وايي چې داعش وسله وال په پاکستان کې روزل کېږي او بيا يې د جګړې لپاره ننګرهار ولايت ته لېږي.
امنيتي چاواکي وايي د افغان ګډو ځواکونو په بیړنیو عملیاتو کې ددې ولایت چپرهار ولسوالۍ له داعش وسله والو پاکه کړي.
دوی وايي دا عملیات دوام لري او ډير ژر به ځواکونه  پچیر اګام او تورې بورې ته ورسیږي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د ننګرهار په پچيراګام او چپرهار ولسواليو کې د داعش ډلې تر بريدونو وروسته يې په دغو ولسواليو کې په عاجل ډول داعش ضد تازه عمليات پيل کړل.
چارواکي وايي چې د دغو عملياتو په تېرو څلرويشت ساعتونو کې يې چپرهار ولسوالۍ له داعش ډلې پاکه کړې او اوس يې کور په کور د دې ډلې د وسله والو د له منځه وړو چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
که څه هم دولتي چارواکي نه تاييدوي خو يوې سرچينې ويلي، د همدغو عملياتو تر پيل وړاندې پرون د چهار شنبې په شپه داعش ډلې له وسله والو طالبانو سره تر سختو جګړو وروسته ځان د پچيراګام ولسوالۍ تر ټولو مهمې سيمې تورې بوړې ته ورسېدل.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو  قوماندان جنرال وزیري وايي چې په چپرهار او پچيراګام ولسواليو کې د داعش ضد دا بېړني عمليات د ګډو افغان ځواکونو له لوري د بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ پيل شوي دي.
د ننګرهار ملي امنیت ریس ډګرجنرال عبدالصبور وايي داعش وسله والو ته په اچین او کوټ کې درنه مرګ ژوبله اوښتي 
نوموړی وايي داعش وسله والو ته چې کله مرګ ژوبله واوړي د پولې ها غاړې ورته نور تازه دمه کسان راځي .
د پچيراګام ولسوالۍ يو قومي مشر ملک تور هم وايي چې وضعيت کې هېڅ تغيير نه دی راغلی او لکه د تېرو ورځو په څېر خلک د داعش د بريدونو په وېره کې دي.
هغه دا هم وويل چې تر اوسه د ولسوالۍ د تصفيې په خاطر نه عمليات کوونکي ځواکونو را رسېدلي او نه هم په ولسوالۍ کې مېشتو امنيتي ځواکونو کوم اقدام کړی دی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته