پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغانستان او هند هوايي سوداګریزي اړیکې سبا پیلېږي
نیټه: Sat, 17 Jun 2017 10:11:22 +0000


د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايي کارګو له لارې سوداګريزې اړيکې سبا پيلېږي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي وويل چې په دې برخه کې د اريانا هوايي شرکت لومړۍ کارګو الوتکه سبا د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه د ډيلي پر لور روانېږي.
هغه زياته کړه چې په لومړيو کې به له افغانستان څخه وچه او تازه مېوې او نباتات لېږي او له هند څخه به درمل، غذايي توکي او رخت راوړل کېږي.
د الکوزي په وينا، په لومړۍ کارګو الوتکه کې  به له افغانستان څخه ٦٠ ټنه توکي هندوستان ته ولېږل شي او له هغې خوا به ٦٠ ټنه بېلابېل ډول توکي راوړل شي.
دى وايي چې اوس مهال دغه کارګو له کابل څخه پيلېږي،  په شلمه نېټه به له کندهار څخه هم لومړۍ کارګو الوتکه هندوستان ته ولاړه شي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال په راتلونکي کې د توکو زياتوالي او د سوداګرو لېوالتيا ته په کتلو سره به دا لړۍ نورو لويو ښارونو ته وغځول شي.
د هغه په وينا، اوس مهال به اونۍ کې يوه کارګو د افغانستان او هندوستان تر منځ تګ راتګ کوي، خو که اړتيا پيدا شوه؛ نو اونۍ کې به دوه الوتکې هم کېږي.
الکوزي وويل چې افغان سوداګر د ډيلي په هوايي ډګر کې د توکو  د ساتلو او د کارونو د پروسس په برخه کې ستونزې لري او له دواړو حکومتونو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ده د هندوستان له حکومته وغوښتل چې د ډيلي په هوايي ډګر کې د افغان سوداګرو د توکو لپاره يوه ساحه ورته ځانګړې کړي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال د افغانستان له حکومت څخه مننه وکړه چې د سوداګرو د اسانتيا لپاره يې د هوايي کارګو زمينه برابره کړه.
د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايي کارګو سوداګري په داسې حال کې پيلېږي چې پاکستان دواړو هېوادونو ته د خپلې خاورې له لارې د سوداګرۍ اجازه او اسانتيا نه ورکوي.
ولسمشر اشرف غني تېر کال هندوستان ته د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي کارګو د پيلولو وړانديز کړى و.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوپال باګلاى په نوي ډيلي کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال اعلان وکړ چې دغه کارګو به په راتلونکو دوو ورځو کې پيل شي.
هغه زياته کړې چې د هوايي کارګو له پيلېدو سره  به د افغانستان او هندوستان تر منځ سوداګريزې اړيکې نورې هم پياوړې شي.
د ګوپال په وينا، له هندوستان څخه لومړۍ الوتکه به په همدې اونۍ کې د کابل پر لوري روانه شي.
نوموړي ويلي، دا چې افغانستان له  بحر سره لار نه لري او په وچه کې ګير هېواد دى، په هوايي کارګو سره به يې سوداګر وکولى شي خپل توکي نړيوالو بازارونو ته ورسوي.
د اقتصادي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ضياء دانش وايي چې د افغانستان او هندوستان  د حکومتونو د پرېکړې له مخې، د هوايي کارګو د توکو کرايه داسې ټاکل شوې چې له ځمکني سوداګرۍ څخه لوړه نه وي.
د ده په وينا، له دغه اقدام څخه موخه دا ده چې د افغانستان صادرات په نړيوالو بازارونو او په ځانګړې توګه په هندي بازارونو کې ځاى پيدا کړي.
استاد ضياء دانش وايي، د دغه کار يوه ګټه دا ده چې افغانستان نور پر ځمکنيو سوداګريزو لارو اتکا نه کوي او کولى شي د هوا له لارې خپلې سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.
ده وويل، ډېرى مهال، کله چې د افغانستان تازه مېوې رسېږي، نو پاکستان په يوه او بله پلمه خپلې لارې تړي، چې له امله يې افغان سوداګر او بڼوال له زيان سره مخ کېږي، خو له دې  وروسته که پاکستان لارې وتړي؛ نو افغانان به د هوا له لارې خپل توکي بهر ته صادر کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته