پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پيټرايس: امريکا بايد په پاکستان فشار زيات کړي
نیټه: Sat, 17 Jun 2017 10:22:16 +0000


 
 په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال ډيوېډ پيټرايس وايي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان په اړه په نوې تګلاره کې باید په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځايونو په اړه روښانه ټکي ولري.
نوموړي چې په افغانستان کې له دندې وروسته د امريکا د استخباراتو رييس پاتې شوى، د امريکايۍ رسنۍ سره يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې د امريکا او افغان حکومت پر ضد جنګېدونکي وسله وال په پاکستان کې خوندي ځالې لري.
هغه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا له حکومته غوښتي دي چې په نوې تګلاره کې بايد پاکستان تر فشار لاندې راوستل شي او يا يې پر وړاندې جدي ګامونه  واخيستل شي.
پيټرايس ويلي چې امريکا د طالبانو او حقاني شبکې پر مشرانو باندې نېغ فشار نه شي راوستلی؛ ځکه چې په پاکستان کې ارام پراته دي.
خو هغه غوښتنه کړې ده چې د دغو وسله والو پر وړاندې د ده په ټکو پاکستاني چارواکي بايد مجبوره کړای شي چې د هغو پر وړاندې عملیات وکړي چې افغانان او افغان حکومت ته ستونزې پېښوي.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو دغه پخواني قوماندان ويلي چې له عراق سره د افغان شخړې مهم توپير همدا دی چې د افغان دولت وسله وال مخالفين د امريکا له ديده لرې په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري.
پيټرايس په افغانستان کې د امريکا پر اوږدمهاله حضور ټينګار کړی او ويلي يې دي چې په سوېلي کوريا او ځينو اروپايي هېوادونو کې له څه باندې شپږو لسيزو راهيسې امريکايي پوځيان مېشت دي.
نوموړي افغانستان ته تر پنځه زرو پورې د نورو امريکايي سرتېرو لېږل اړين بللي او په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو پر تل پاتې کېدو يې ټينګار کړى دى.
د يادونې ده، په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال  نيکولسن څه موده مخکې شکايت کړى و چې په افغانستان کې د سرتېرو له کمښت څخه مخ دى.
ولسمشر ټرمپ په دې اړه وروستى واک د دفاع وزير جېمز مټيس ته ورکړى دى، خو تر اوسه یې په دې اړه وروستی اعلان نه دى کړى.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته