پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان کې د داعش لوړپوړی قومندان وژل شوی
نیټه: Sat, 17 Jun 2017 10:36:03 +0000


 
په وروستیو کې افغانستان کې د داعش پروړاندې عملیات چټک شوي
په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي، د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د خراسان ولایت یو جګپوړی قومندان جواد خان په هوايي برید کې وژل شوی.
سرچینه وايي، برید د جون پر درېیمه د امریکايي ځواکونو له خوا شوی.
په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:
"جواد خان د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د جون پر درېیمه په هوايي برید کې په نښه شوی دی."
نوموړی وايي، په افغانستان کې د داعش اورپکو لپاره خوندي پټنځي نه شته، موږ له خپلو افغان ملګرو سره په ډېر شدت سره د داعش ماتولو ته دوام ورکوو.
د امریکايي ځواکونو په وینا،جواد خان ددغې ډلې د خراسان څانګې یوه جګپوړي اړیکه نیوونکي رول لوباوه، چې د هغه په مړینه به ددغې ډلې د رسنیو او تبلیغاتو څانګه شنډه کړل شي او له سوریې سره به یې هم اړیکي وشلېږي.
په تېرو لسو میاشتو کې افغان ځواکونو د داعش ځینې مهم مشران له منځه یووړل، چې له دې ډلې یو هم ددغې ډلې امیر حافظ سعید او تر هغه وروسته د دوی بل مشر عبدالحسیب هم پکې شامل دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته